(افغان غږ آژانس (آوا 14 اسد 1401 ساعت 16:11 https://www.avapress.com/ps/news/256676/د-افغانستان-په-اړه-امریکا-او-قطر-بهرنیو-چارو-وزیرانو-خبرې -------------------------------------------------- سرليک : د افغانستان په اړه د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې -------------------------------------------------- د امریکا متحده ایالاتو او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د کمبوډیا د غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې. متن - منځ : آوا: محمد بن عبدالرحمن؛ د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۱۳) د قطر د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د لیدنې په اړه اعلان وکړ او ویې ویل چې دا لیدنه د کمبودیا د غونډې په څنډه کې شوې ده.   د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټ کې ویلي، چې په دې کتنه کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې.   دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ امریکا هغه کور په نښه کړ چې ویل کېږي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کې اوسېده.   اسلامي امارت د دغه برید په غندلو سره امریکا د دوحې د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړه.