(افغان غږ آژانس (آوا 2 میزان 1398 ساعت 12:24 https://www.avapress.com/ps/news/192073/د-ولسمشرۍ-کاندید-حنیف-اتمر-میزان-شپږمې-په-ټاکنو-کې-ګډون-نکوي -------------------------------------------------- سرليک : د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر د میزان د شپږمې په ټاکنو کې ګډون نکوي -------------------------------------------------- د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید محمد حنیف اتمر وايي‌ چې د میزان د شپږمې نیټې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه نه اخلي. متن - منځ : د ښاغلي اتمر په رسمي فیسبوک پاڼې کې د سه شنبې په ورځ (سپتمبر۲۴) په خبرې شوې اعلامیې کې ویل شوي دي که ټاکنې ځنډول کیږي، دی به د خپلې کاندیداتورۍ حق خوندي ساتي. په دې مانا که انتخابات د تلې په شپږمه نیټه کیږي، دی په کې ګډون نه کوي. د ښاغلي اتمر په اعلامیې کې د دغه انتخاباتي ټیم د پلویانو څخه مننه شوې ده او ویلي شوي دي ".... غواړم چې یو واربیا د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې نیټې په انتخاباتو سیالیو کې د نه ګډون په اړه عزیزو هېوادوالو ته خپله پرېکړه واوروم، خو که ټاکنې ځنډول کیږي، د کاندید په توګه خپل حق خوندي ساتم. همدغه راز په را روانو ټاکنو کې به بېطرف یم او د هېڅ یوکاندید ننګه نکوم. ښاغلی اتمر داسې مهال د سپتمبر په ۲۸ په ټاکنو کې د نه ګډون خبره کوي چې تېره ورځ د مخکني ولسمشر په ګډون ځینو نورو سیاستوالو هم د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې وه. د دوی تاکید په دې دی چې افغانستان دا مهال د ولسشمرۍ ټاکنو ته برابر نه دی او باید تر ټاکنو د سولې په اړه ډېرې هلې ځلې وشي. ښاغلي اتمر څه موده مخکې ادعا وکړه چې افغان حکومت په ټاکنیزو چارو کې مداخله کوي او له همدې کبله یې خپل کمپاینونه وځنډول. د هغه دویم نوماند مرستیال محمد محقق د ولسمشرۍ له بل کاندید عبدلله عبدالله سره یو ځای شو او لومړی کاندید مرستیال یونس قانوني دی. دا په داسې حال کې ده چې د نورو کاندیدانو انتخاباتي غونډې روانې دي د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې دوی انتخاباتو ته بشپړ چمتو دي او ولایتونو ته یې هم انتخاباتي مواد استولي دي.