(افغان غږ آژانس (آوا 12 سرطان 1401 ساعت 12:23 https://www.avapress.com/ps/news/255172/ننګرهار-کې-د-قیمتي-ډبرو-قاچاق-په-تور-۹-تنه-نیول-شوي -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور ۹ تنه نیول شوي -------------------------------------------------- د ننګرهار چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت له لعلپورې ولسوالۍ څخه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور ۹ تنه نیولي دي. متن - منځ : آوا - کابل: د امنیتی چارواکو په وینا، دغو کسانو غوښتل یو شمېر قیمتی ډبرې له هېواده بهر قاچاق کړی، چې له دغو قیمتی ډبرو سره یو هیلکس موټر یوځای نیول شوي.   افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او همدارنګه د ډیرو زیورونو سترې زیرمې لري، خو د اوږدو جګړو او پراخو ناامنیو له امله له دغو زیرمو څخه هیڅکله په معیاري ډول کار نه دی اخیستل شوی او تل د هیواد څخه بهر ته قاچاق شوي دي.