(افغان غږ آژانس (آوا 22 اسد 1401 ساعت 15:08 https://www.avapress.com/ps/news/257071/د-کابل-په-لویدیځ-کې-چاودنه-څلور-تنه-ټپیان-کړل -------------------------------------------------- سرليک : د کابل په لویدیځ کې چاودنه څلور تنه ټپیان کړل -------------------------------------------------- د کابل د پولیسو د دیارلسمې حوزې امر رسنیو ته ویلي، چې د کابل په لویدیځ کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د دوو امنیتي ځواکونو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي. متن - منځ : آوا - کابل: نن سهار لس بجې د عرفاني ښارګوټي په ۲۰ مترۍ سړک باندې د بریښنايي تذکرو د ویش په مرکز کې چاودنه شوې ده.   د پېښې عيني شاهدان وايي، چې په موټرسايکل کې ځای پر ځای شوی ماين د دغه مرکز د دروازې مخې ته وچاودېد او وروسته بريدګر ننوتل او له امنيتي ځواکونو سره يې نښته وکړه.   د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالنفي تکور که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه جزئيات ورنه کړل، خو تاييد يې کړه، چې چاودنه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز د دروازې مخې ته شوې ده.   تر اوسه څرګنده نه ده، چې بریدګرو دغه دولتي مرکز په نښه کړی او که کوم بل هدف یې درلود.   د پېښې له ځایه اخیستل شوي ویډیوګانې ښيي، چې چاودنه زوروره وه او د دروازې مخې ته ګڼ موټر ویجاړ شوي دي.   تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې داعش ترهګرې ډلې د دا ډول بریدونو مسوولیت منلی و.