(افغان غږ آژانس (آوا 30 اسد 1398 ساعت 11:27 https://www.avapress.com/ps/news/190309/عبدالله-د-ملي-یوالي-حکومت-په-دوه-کې-یې-له-زغمه-کار-اخیستی-کنه-نو-اوس-نظام-نوم-څه-نه -------------------------------------------------- سرليک : عبدالله: د ملي یوالي حکومت په دوه کې یې له زغمه کار اخیستی، کنه نو اوس به د نظام په نوم څه نه و -------------------------------------------------- د افغانستان د جمهوري ریاست اجرائیه رئیس او د ثبات اوهمپالنې ټاکنیز ټکټ مشر وایي، چې که د ملي یووالي حکومت په دوره کې یې له ډېر زغم او حوصلې څخه کار نه وایي اخیستی اوس به د نظام په نوم هیڅ هم نه وو. متن - منځ : د افغانستان د جمهوري ریاست اجرائیه رئیس او د ثبات اوهمپالنې ټاکنیز ټکټ مشر وایي، چې که د ملي یووالي حکومت په دوره کې یې له ډېر زغم او حوصلې څخه کار نه وایي اخیستی اوس به د نظام په نوم هیڅ هم نه وو. ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ د لویې جرګې په خېمه کې يوې کمپایني غونډې ته ویلي، که د ملي وحدت حکومت دوره کې ماهم له ولسمشر سره هغسې رویه کړي وای لکه څنګه چې ده له ماسره کوله نو اوس به هرڅه ګډوډ وو او مونږ به د نظام په نامه هیڅ هم نه درلودل. د ثبات او همپالني ټیم مشر د دغې غونډې پرمهال له ځوانانو سره دا ژمنه هم وکړه چې د ځوانانو او ورزش وزارت په نوم به یو وزارت رامنځته کوي او دغه کار به د ولسمشر کېدو په صورت کې په لومړۍ ورځ ترسره کوي. هغه زیاته کړې د دې ترڅنګ به، ځوانانو ته د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ کاري زمینې هم برابرې کړي. ښاغلی عبدالله زیاته کړه، له ځوانانو څخه تل د يوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی، خو اوس د دې وخت را رسېدلی چې ځوانان خپل برخلیک پخپله وټاکي.