(افغان غږ آژانس (آوا 20 میزان 1398 ساعت 10:00 https://www.avapress.com/ps/news/192893/بست-ساتونکو-امو-نهنګانو-ته-ماتې-ورکړه-شپږیزه-کرکټ-لیګ -------------------------------------------------- سرليک : بست ساتونکو امو نهنګانو ته ماتې ورکړه ـ شپږیزه کرکټ لیګ -------------------------------------------------- د افغانستان د شپزیزې کرکټ سیالیو په دوام نن جمعه د اکتوبر پر ۱۱مه د «تلې پر۱۹مه» د ګلبدین نائب په مشرۍ د بست ساتونکو او شاه‌پور ځدراڼ په مشرۍ د امو نهنګانو ترمنځ لوبه تر سره شوه. متن - منځ : د افغانستان د شپزیزې کرکټ سیالیو په دوام نن جمعه د اکتوبر پر ۱۱مه د تلې پر۱۹مه د ګلبدین نائب په مشرۍ د بست ساتونکو او شاه پور ځدراڼ په مشرۍ د امو نهنګانو ترمنځ لوبه تر سره شوه. پچه بست لوبډلې وګتله او د توپوهنې په پيلولو سره یې په شلو اورنو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه. وروسته د امونهنګانو لوبډلې توپوهنه پيل کړه، چې په شلو اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۱ منډې وکړې او د ۱۵ منډو په توپیر یې بست ساتونکو لوبډلې ته لوبه وبایلله. د بست ساتونکي لوبډلمشر ګلبدین نائب په شلو اورنو کې د ۹۱ منډو په تر سره کېدو او درې ویکټو اخیستلو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه. تر ګلبدین نائب وروسته، حشمت الله شهيدي هم ۳۳ او دروېش رسولي بیا ۲۷ منډې تر سره کړې. دا د شپږیزي کرکټ لیګ سیالیو له پيل څخه تر دا مهاله د بست ساتونکو لوبډلې لومړۍ لوبه وه چې وې ګټله. سپین غر بازانو لوبډلې تر دا مهاله د میس عینک او کابل بازانو په وړاندې دوې لوبې تر سره کړي وې، چې دواړه یې بایللي وې. د شپزیزې کرکټ لیګ په دوام اتمه لوبه وه چې نن جمعه تر سره شوه، د یادې لوبې تر پایه ته رسېدو وروسته د سپین غر بازانو او میس عینک ترمنځ لوبه پیل شوه. د لوبې پچه د سپین غر بازانو کپتان شفیق الله شفق وګټله او په شلو اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۷۷ منډې هدف ورکړ. سپین غر بازانو تر دا مهاله دوې لوبې کړي، چې دواړه یې بایللي دي، خو د میس عینک دوې لوبې کړي او دواړه یې ګټلي دي.