(افغان غږ آژانس (آوا 1 جوزا 1399 ساعت 17:54 https://www.avapress.com/ps/news/210496/د-امريکې-ولس-دې-له-اجتماعي-نژادپرستۍسره-مقابله-وکړي -------------------------------------------------- د ايران خارجه وزرات: سرليک : د امريکې ولس دې له اجتماعي نژادپرستۍسره مقابله وکړي -------------------------------------------------- متن - منځ : د ايران خارجه وزرات له اجتماعي نژاد پرستۍ سره په مقابله کښې د امريکې د خلقو د ټينګ اودرېدنې په ضرورت تاکيد وکړ. د ايران خارجه وزارت نن په يو ټوئيټ کښې د مالکوم اېکس ميراث بايد ژوندے وساتل شي په عنوان سره د يو مطلب په ليکلو سره واضحه کړه: مالکوم اېکس خپل ژوند له اجتماعي ګټو او وسائلو څخه د بې برخې خلقو لپاره عدل او انصاف حاصلولو ته وقف کړے ؤ، او ورسره ورسره يې د سپين پوستو د برترۍ ګمان ختمولو په لړ کښې مبارزه وکړه. د ايران خارجه وزرات يادونه وکړه چې اوس د دې خبرې وخت رارسېدلے دے چې د امريکې د هرې پرګنې خلق د اجتماعي نژاد پرستۍ او د دې تشويقونکو په وړاندې ټينګ اودريږي. مالکوم اېکس چې د امريکې د تور پوستکو د حقوقو يو ستر مدافع ؤ د 1965کال په فرورۍ کښې يوې نژاد پرستې ډلې ووژۀ.