(افغان غږ آژانس (آوا 3 میزان 1401 ساعت 13:59 https://www.avapress.com/ps/news/259015/د-ملګرو-ملتونو-په-عمومي-غونډه-کې-افغانستان-استازي-خبرې-نه-کوي -------------------------------------------------- سرليک : د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان استازي خبرې نه کوي -------------------------------------------------- په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي مشر وايي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۷مه غونډه کې به وينا ونه کړي. متن - منځ : آوا: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر نصیر احمد فایق تېره ورځ (شنبه د میزان ۲ مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې د هغه تړون او شالید له مخې چې تېر کال په افغانستان کې رامنځته شوی و. سږ کال هم د افغانستان او میانمار استازي په عمومي غونډه کې خبرې نه کوي.   خو نوموړي وويل، چې دى به د امنيت شورا په غونډه کې چې د سپټمبر په ٢٧مه د افغانستان په اړه جوړېږي، د خلکو په استازيتوب خبرې وکړي.   د جمهوري ریاست له ړنګیدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي له دې دندې استعفا وکړه او د افغان پلاوي مشري یې نصیر احمد فایق پر غاړه واخیسته.   د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، چې څه باندې يو کال کېږي، هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دى پېژندلى او ملګرو ملتونو هم د طالبانو استازي نه دي منلي.