(افغان غږ آژانس (آوا 21 جدی 1398 ساعت 9:07 https://www.avapress.com/ps/news/200290/سلطان-قابوس-د-عمان-پاچا-مړ-سو -------------------------------------------------- سرليک : سلطان قابوس د عمان پاچا مړ سو -------------------------------------------------- متن - منځ : د عمان دولتي تلویزیون نن سهار د دغه هیواد د پاچا قابوس بن سعید بن تیمور د مړینې خبر ورکړی دی. د عمان تلویزون اعلان کړه چې سلطان قابوس د جمعې په ماښام مړ شوی دی، خو د هغه د مړینې تر خبر خپرېدو وروسته نن د عمان په مرکز کې د پوځیانو او امنیتي تدابیرو د ډېرېدو راپورونه هم خپاره شوي دي. عمان سر له نن شنبې څخه درې ورځې عمومي رخصتي او ملي ماتم هم اعلان کړی دی قابوس بن سعید بن تیمور البوسعیدي د عمان د صلاله ښار کې زېږيدلی او د ال بوسعید شاهي کورنۍ ۱۴م پاچا و چې په عربي نړۍ کې يې تر ټولو اوږده پاچاهي وکړه. سلطان قابوس په ۷۹ کلنۍ کې له نړۍ ولاړ او هغه له ۱۹۷۰ کال راهیسې د دغه هیواد پاچا و چې د واک موده یې ۵۰ کلونو ته غځېدلې وه.