(افغان غږ آژانس (آوا 29 اسد 1398 ساعت 17:20 https://www.avapress.com/ps/news/190292/امریکا-افغانستان-سره-۱۲۵-میلیونه-ډالرو-مرستی-اعلان-کړي -------------------------------------------------- سرليک : امریکا افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه ډالرو مرستی اعلان کړي -------------------------------------------------- کابل کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا له لوري ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته، په افغانستان کې له کورني بیځایه شوو، اړمنو افغانانو او له طبیعي پیښو څخه له زیانمن شوو وګړو، سره د لاسنیو په موخه کیږي. متن - منځ : کابل کې د امریکا سفارت زیاتوي چې افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده، چې له ملګرو ملتونو سره په مرستې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه مرهمکاري وکړي. د یاد سفارت له لوري په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راځي: امریکا د افغانانو د ژوند ښه کولو په موخه خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. تر دې وړاندې هم دغو هيواد میلیونونه ډالره له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو لګولي دي .