(افغان غږ آژانس (آوا 1 دلو 1398 ساعت 14:44 https://www.avapress.com/ps/news/201398/ولسمشر-مسؤلین-دې-د-۳-ماشومانو-او-یوې-ښځې-وژونکي-پيدا-کړي -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر:مسؤلین دې د ۳ ماشومانو او یوې ښځې وژونکي پيدا کړي -------------------------------------------------- کابل کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او لارې شکوونکو پيښو په اړه شکایتونه ډیر شوي دي. خلک شکایت کوي ،چې د امنیتي مسولینو د بې غورۍ له امله د کابل ښار د وحشت په ښار بدل شوی دی. دا په داسې حال کې ده،چې وړمه ورځ هم په کابل کې ناپيژاندو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل او وتښتیدل. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته امر کړی، چې کابل کې د وژل شویو درېیو ماشومانو او یوې مور د قتل عاملین ژر پیدا کړي. متن - منځ : دا دیوې کورنۍ څلور تنه وړمه ورځ یکشنبه شپه ناوخته د جنګلک په سیمه کې نا پيژاندو وسله والو د تیشې په وسیله وژلي دي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ،چې تیر ماښام یې خپره کړې ویلي، د دې پيښې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وسپارل شي. سرچینه وایي غني ویرجنې کورنۍ ته د بیړنیو مرستو د رسولو امر هم کړی دی. د دې څلورو تنو مړي، چې په کې دوه واړه هلکان، یوه ماشومه نجلۍ او مور یې شامل وو، تیره ورځ خاورو ته وسپارل شول. تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو کابل ښار په وروستیو کې د زیاتو جنايي پېښو شاهد دی. تر دې مخکې ډېر کله د داسې پېښو عاملین یا نه دي نیول شوي او یا د محکمو له خوا خوشې شوي دي. خو پولیس بیا وایي د عاملینو دنیولو هڅې یې پيل کړي دي. هرکله د دا ډول پیښو ترسره کوونکي تښتي پولیس یې د نیول خبره کوي او خلکو ته ډاډ ورکوي خو بیا یې په نیولو نه بریالي کیږي او یا هم خبره همداسې پټه پاتې کیږي.