(افغان غږ آژانس (آوا 27 حمل 1399 ساعت 14:29 https://www.avapress.com/ps/news/207833/د-پاکستان-علماء-په-مسجدونو-کې-دي-جماعت-او-جمعې-لمونځونه-پیل-شي -------------------------------------------------- سرليک : د پاکستان علماء: په مسجدونو کې دي د جماعت او جمعې لمونځونه پیل شي -------------------------------------------------- په پاکستان کې د علماو ټولنو پرېکړه کړې چې له دې وروسته دي د جماعت لمونځ په مسجد کې پيل شي خو ځیني احتیاطي تدابیر دي په پام کې نیول کیږي. علماو دغه پرېکړه تېره ورځ په کراچې ښار کې رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لوستلو اعلان کړه. متن - منځ : د علماو دغه پریکه په داسي وخت کې اعلانیږي چې د پاکستان حکومت لا هم د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د بندیزونو د ادامې خبر ورکړی دی. د پاکستان په څلورو ولایتونو کې تر اوسه د حکومت له لوري پر جماعت او جمعې لمونځونو بندیز رسما ادامه لري خو د مذهبي چارو وزیر ویلي چې دوی به د روانې میاشتې پر ۱۸مې نیټه د لمونځونو په اړه حکومتي پریکړه وکړي.