(افغان غږ آژانس (آوا 22 جدی 1397 ساعت 22:09 https://www.avapress.com/ps/news/177738/د-کورنیو-چارو-وزارت-له-لوری-موټرونو-باډیو-کې-ساتونکو-کښینولو-او-نیمه-درنو-وسلو-لیږدولو-باندی-بندیز-لګیدلي -------------------------------------------------- سرليک : د کورنیو چارو وزارت له لوری موټرونو باډیو کې ساتونکو کښینولو او نیمه درنو وسلو لیږدولو باندی بندیز لګیدلي -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت د بیساري اقداماتو په لړ کې د موټرونو په باډیو کې د ساتونکو پر کښینولو او د نیمه درنو وسلو پر لیږدولو بندیز لګیدلی دی. متن - منځ : د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې، له دې وروسته د ملي امنیت کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له منسوبینو پرته هېڅ څوک حق نه لري چې د خپلو موټرو په باډیو کې خپل ساتونکي کښینوي او یا نیمه درنې وسلې و لیږدوي. د شنبې په ورځ د مرغومې په ۲۲مه کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، او ملي امنیت ریاست له منسوبینو پرته ټولو غیر دولتي کسانو ته په جدیت او وضاحت خبر ورکول کېږي، چې: د خپلو پیکپو، ډاډسنو، هایلکسو، او یا هم نورو هر ډول موټرونو په باډیو کې خپل ساتونکې ونه لېږدوي. د دغو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې داهم ویل شوي دي چې له امنیتي او دفاعي ارګانونو پرته هېڅ څوک د خپل امنیت په خاطر په ښار او کورونو کې د نیمه درنو وسلوراکټ، پیکا او دهشکې د ګرځولو او ساتلو حق نه لري. په افغانستان کې اوس مهال له امنیتي او دفاعي ځواکونو پرته نور خلک هم د خپل امنیت د ساتنې په موخه د سپکو وسلو تر څنګ په نیمه درنو وسلو سمبال ساتونکي د خپلوموټرونو په باډیو کې کښېنوي. په سپکو نیمه درنو وسلو دغه سمبال ساتونکي ډېری د عامه نظم د ګډوډولو او د عامو افغانانو د ځورولو لامل ګرځيدلي دي. د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د عامه نظم د رامنځته کولو په موخه یو لړ بیساري اقدامات کړي دي چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.