(افغان غږ آژانس (آوا 12 سنبله 1397 ساعت 18:54 https://www.avapress.com/ps/news/169980/ناپیژانده-وسله-والو-په-پکتیا-کې-درې-ښوونځي-بمونو-الوځولي-دي -------------------------------------------------- سرليک : ناپیژانده وسله والو په پکتیا کې درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي -------------------------------------------------- د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ناپيژندو وسله والو تېره شپه په دې ولايت کې درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي. متن - منځ : د پکيتکا د پوهنې رئيس په دی اړه وویل چې وسله والو تېره شپه ناوخته د مرکز ښرنې اړوند د حضرت بلال، سيد جلال بخاري او د خواجه خېلو په نوم درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي. مهراب الدين زياته کړه چې د چاودنو په پايله کې يواځې د ښوونځيو څوکۍ، ميزونو، دروازې او کړکۍ له منځه تللي او چاته په کې ځاني زيان نه دی اوښتی. د نوموړي په وينا چې په يادو درې واړو ښوونځيو کې له پنځو زرو نېولې تر شپږو زرو زده کوونکو زده کړې کوي، چې تول يې هلکان دي. د حضرت بلال ښوونځي مدير عبدالحميد وایی چې د دوی ښوونځی په بشپړ ډول په بمونو الوځول شوی دی او د ښوونځي څوکۍ، ميزونه، دروازې او کړکۍ مکمل له منځه تللي دي. تردې دمه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.