(افغان غږ آژانس (آوا 24 دلو 1398 ساعت 10:41 https://www.avapress.com/ps/news/203387/د-امریکا-ولسمشر-طالبانو-سره-سولي-تړون-په-مشروط-ډول-منلی -------------------------------------------------- سرليک : د امریکا ولسمشر د طالبانو سره د سولي تړون په مشروط ډول منلی -------------------------------------------------- ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک ته په مشروط ډول چمتووالی ښودلی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوشمېر امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې که طالبان د تاو تریخوالي کمېدو ژمنه عملي کړي، نو د امریکا ولسمشر چمتو دی چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کړي. ورځپاڼه وایي، طالبانو ژمنه کړې چې د توافق د لاسلیک پرمهال به تاو تریخوالی کموي او په دې ډول به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق ته زمنیه مساعده شي. ورځپانې ته امریکایي چارواکو ویلي، د امریکا بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو له افغان چارواکو سره په خبرو کې دغه موضوع روښانه کړې ده. متن - منځ :