(افغان غږ آژانس (آوا 19 عقرب 1397 ساعت 15:09 https://www.avapress.com/ps/news/173787/د-هرات-په-کوهسان-ولسوالۍ-کې-دننه-چاودنه-شوې -------------------------------------------------- سرليک : د هرات په کوهسان ولسوالۍ کې دننه چاودنه شوې -------------------------------------------------- سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ د ولسوال په دفتر کې يوه زوروره چاودنه رامنځته شوې ده. متن - منځ : د هرات والي ویاند د پېښې د رامنځته کیدو تر څنګ ویلي، چې د کوهسان ولسوالۍ ولسوال حاجي امیر د پېښې په ځای کې وژل شوی دی. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي دي. ویل کیږي، چې د هرات ولایت لیرې پرتې سیمې له څوکلونو راپدیخوا د طالبانو تر امنیتي ګواښ لاندې پاتې دي.