(افغان غږ آژانس (آوا 1 قوس 1397 ساعت 15:19 https://www.avapress.com/ps/news/174551/حاجي-اغا-په-کندهار-کې-د-پنبې-۴۰-فابریکې-تړل-شوي -------------------------------------------------- سرليک : حاجي اغا: په کندهار کې د پنبې ۴۰ فابریکې تړل شوي -------------------------------------------------- د افغانستان د متشبثینو بورډ رئیس وايي چې په کندهار ولایت کې د پنبې شااوخوا ۴۰ فابریکې تړل شوي دي. متن - منځ : رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکې له یوې میاشتې راهیسې تړل شوي چې لامل یې له پاکستانه د پروسس شوې پنبې نه واردول ښودل شوي چې هره ورځ سوداګرو ته له پنځه تر څلور زره افغانیو تاوان اوړي. ښاغلی حاجي اغا زیاتوي، د فابریکو د تړلو له امله شااوخوا یو لک کسان بې کاره شوي دي. رحم الدین حاجي اغا وايي، که څه هم دغه موضوع یې له حکومتي بنسټونو سره شریکه کړې، خو تر اوسه ورته هېڅ پام نه دی شوی. له څو میاشتو راهیسې د افغانستان په پنبې بار لسګونه موټر د پاکستان د تازه وضع شویو شرایطو له امله په سیپن بولدک دروازه کې درول شوي دي