(افغان غږ آژانس (آوا 22 عقرب 1397 ساعت 9:52 https://www.avapress.com/ps/news/173958/پاکستان-د-طالبانو-یوه-لوړپوړي-چارواکي-له-بنده-خوشې-کړی -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي له بنده خوشې کړی -------------------------------------------------- پاکستان د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي او د طالبانو یوه ډلمشر له بنده خوشې کړي دي. متن - منځ : د طالبانو دوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیټېډ پرس خبرې اژانس ته ویلي، چې د طالبانو د واکمنی پر مهال د مرکزي بانک رئیس عبدالصمد ثاني له بنده خوشې شوی دی. دغې سرچینې ویلي، چې د صلاح الدین په نوم د طالبانو یوه ډلمشر هم له زندانه خوشې شوی دی. د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې څو موده وړاندې د طالبانو د پخواني مشر د ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې له زندان څخه خوشې شوی و. د ملا عبدالصمد ثاني د خوشې کېدو په اړه په داسې حال کې راپورونه ورکول کېږي چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې تیزې شوې شوي دي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې او پخلایني لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.