(افغان غږ آژانس (آوا 18 جوزا 1391 ساعت 16:48 https://www.avapress.com/ps/news/42717/د-کابل-په-شکردره-کې-۳۵-بورې-امونیم-نایټریټ-کیمیاوي-مواد-نیول-شوي -------------------------------------------------- سرليک : د کابل په شکردره کې ۳۵ بورې امونیم نایټریټ کیمیاوي مواد نیول شوي -------------------------------------------------- دغه لس ګونه بورې کیمیاوی مواد او امونیم نایتریت تیره شپه دیو بار وړونکي موټر څخه ترلاسه کړي او په تړواو یي درې تنه نیول شوي هم دي. متن - منځ : د کابل امنیي قومندانۍ خبر ورکړی، چې په شکردرې ولسوالۍ کې یي ۳۵ بورې امونیم نایټریټ کیمیاوي مواد نیولې دي. امنیې قومندانې په یوه رالیږلې خبر پاڼه کي ویلي، چې دغه لس ګونه بورې کیمیاوی مواد او امونیم نایتریت تیره شپه دیو بار وړونکي موټر څخه ترلاسه کړي او په تړواو یي درې تنه نیول شوي هم دي. ویل کیږي، چې دغه امونیم نایټریټ کیمیاوي مواد د ګاونډیو هېوادونو څخه د چاودیدونکو موادو د جوړولو په هدف افغانستان ته راوړل شوي وو.