(افغان غږ آژانس (آوا 6 دلو 1398 ساعت 11:23 https://www.avapress.com/ps/news/201875/د-پاکستان-رېللار-افغانستان-تر-جلال-اباده-غځول-کېږي -------------------------------------------------- سرليک : د پاکستان رېللار د افغانستان تر جلال اباده غځول کېږي -------------------------------------------------- د پاکستان د رېللارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، د پاکستان رېللار به د افغانستان تر جلال اباد ښار پورې وغځوي. متن - منځ : د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شیخ رشید پرون (شنبه) په پاکستان کې د یوې پټلۍ د جوړولو د چارو په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې تر جلال اباد پورې به ۱۵۴ کیلومتره رېللار د سي پیک یا د چین پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژو په لړ کې جوړه شي. ده په دې اړه څه ونه ویل چې کله به پر دې پروژې کار پیل شي. شاوخوا ۱۶ کاله پخوا پاکستان د چمن او کندهار ترمنځ د رېللارې د جوړولو ژمنه هم کړې وه خو تراوسه یې عملي کړې نه ده. حاضردمه د ایران د خاف او د هرات د هوايي ډګر ترمنځ د رېللارې پر جوړولو کار روان دی او تر دې وړاندې له حیرتان څخه تر مزارشریف پورې رېللار جوړه شوې ده. ترکمنستان او تاجکستان هم لېوال دي چې د افغانستان له لارې په رېل سره وصل شي.