(افغان غږ آژانس (آوا 15 میزان 1398 ساعت 17:00 https://www.avapress.com/ps/news/192713/د-زابل-شاجوی-ولسوالۍ-کې-له-تیرې-شپې-راهیسې-جګړه-روانه-ده -------------------------------------------------- سرليک : د زابل شاجوی ولسوالۍ کې له تیرې شپې راهیسې جګړه روانه ده -------------------------------------------------- د زابل شاجون ولسوالۍ په هولان سیمه کې د تیرې شپې راهیسې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو له لوري جګړه روانه ده. متن - منځ : د زابل شاجون ولسوالۍ په هولان سیمه کې د تیرې شپې راهیسې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو له لوري جګړه روانه ده. د زابل امنیتي چارواکي وایي تر اوسه د دې نښتې په جریان کې ۶ محلي پولیس وژل سوي او ۲ نور ټپیان دي. د زابل والي رحمت الله يارمل وايي په پېښه کي ۱۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور زخميان سوي دي. طالبانو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.