(افغان غږ آژانس (آوا 23 عقرب 1398 ساعت 14:12 https://www.avapress.com/ps/news/195611/سږکال-له-۴-زرو-زیات-افغان-کډوال-بالکان-لارې-اروپا-ته-تللي -------------------------------------------------- سرليک : سږکال له ۴ زرو زیات افغان کډوال بالکان له لارې اروپا ته تللي -------------------------------------------------- د اروپا سرحدي او ساحلي آژانس په یو نوي راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په تیرو لسو میاشتو کې د بالکان پر ختیځې لارې اته زره او ۴۰۰ کډوال د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته تللي، چې نیمايي یې افغانان دي. متن - منځ : د دغه آژانس د راپور له مخې اروپايي هیوادونو ته د تلوونکو کډوالو دا شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله ۸۲٪ زیات دی. دا شمیر افغانان په داسې حال کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته تللي، چې د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو له مخې اروپايي هیوادونو د روان میلادي کال په تیرو لسو میاشتو کې ۱۲۰۰ افغان کډوال له خپلو هیوادونو افغانستان ته ستانه کړي دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې شمیر کې زیات یې د افغان کډوالو د رضا پرته افغانستان ته شړل شوي دي. ښاغلي باهر وویل " د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر اوس مهال پوري ( اکتوبر وروستیو پورې) ۸۷۵ افغانان په اجباري ډول د اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته شړل شوي او همداشان ۳۳۷ نور په داوطلبانه ډول ستانه شوي دي". د مهاجرینو د وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۵ کال څخه د روان میلادي کال تر اکتوبر د میاشتې تر وروستیو پورې ۴۸۷ زره افغان کډوالو په اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنې کړې، چې تر ۷۰ فیصدو پورې یې غوښتنلیکونه منل شوي دي. ښاغلی باهر وایي، د ۲۵ فیصدو نورو د اسنادو د منلو یا نه منلو قانوني بهیر لا روان دی. هغه وویل، د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت په دې کار کوي، چې اروپايي هیوادونه په خپلو هیوادونو کې د افغان کډوالو منلو ته وهڅوي.