(افغان غږ آژانس (آوا 14 جوزا 1399 ساعت 8:18 https://www.avapress.com/ps/news/211315/طالبانو-د-ډاکټر-ایاز-نیازي-وژنه-ستر-جنایت-بللی -------------------------------------------------- سرليک : طالبانو د ډاکټر ایاز نیازي وژنه ستر جنایت بللی -------------------------------------------------- د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي پیغام کې د وزیر اکبر خان مسجد د امام او خطیب مولوي محمد ایاز نیازي وژنه په کلکو ټکو غندلې او دا یې یو ستر جنایت بللی دی. متن - منځ : ډاکټر ایاز نیازی تېره شپه ماښام وخت د کابل په تر ټولو با امنه سیمه د وزیر اکبر خان په تاریخي مسجد کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو. د نوموړي په شمول یو بل کس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي. ډاکتر ایاز نیازی په افغانستان کې د سولې د روان بهیر څخه کلک ملاتړی ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مخالف او د اشرف غني پر حکومت د متنقدینو څخه وو. باید وویل شي چي څه موده تر مخه یوه پنجشیري قومندان حسیب قوای مرکز پر ټولنیزو پاڼو ادعا کړې وه چې د ملي امنیت له لوري په کابل کې د شپږو کسانو د وژلو امر ورکول شوی چې یو له هغو څخه یې ډاکتر ایاز نیازی هم یاد کړی وو.