(افغان غږ آژانس (آوا 19 عقرب 1398 ساعت 10:44 https://www.avapress.com/ps/news/195225/سیګار-افغانستان-کې-په-کوکنارو-د-بوختو-خلکو-شمېر-له-ملي-اردو-زیات-دی -------------------------------------------------- سرليک : سیګار: افغانستان کې په کوکنارو د بوختو خلکو شمېر له ملي اردو زیات دی -------------------------------------------------- متن - منځ : سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستانکې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې برخه کې ۸ میلیارده او ۹۴۰ میلیونه ډالر لګولي دي. سیګار ویلي، په افغانستان کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو پر مهال تولید شوي مخدره توکي د دغه هېواد د ټولو صادراتو له پیسو لوړ وو. سیګار وایي که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۲۰ سلنه د کوکنارو کښت راکم شوی خو لا هم افغانستان د کوکنار د تولید له کبله دویم لوی هېواد دی او اوس کوکنار د افغانانو د معیشیت اساسي توکی ګرځېدلی دی. راپور وايي، افغانستان کې د کوکنارو په کښت، قاچاق، ټولولو او سوداګرۍ بوخت کسان د افغانستان د ملي اردو له سرتېرو زیات دي. خو د سیګار راپور په داسې حال کې ورکول شوی چې شنونکي په امریکا نیوکه کوي چې د مخدره توکو کاروبار ته یې په افغانستان کې وده ورکړې ده. دوی وايي، نه پوهېږي چې امریکا دا نهه میلیارده ډالر د کوکنارو په ضد مبارزه کې چېرته لګولي دي؟