(افغان غږ آژانس (آوا 1 جوزا 1398 ساعت 9:49 https://www.avapress.com/ps/news/185523/په-دویمه-پنځوس-اوریزه-لوبه-کې-افغان-لوبډلې-ايرلنډۍ-ته-ماتې-ورکړه -------------------------------------------------- سرليک : په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې ايرلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه -------------------------------------------------- افغانستان پرون سه شنبه په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې ايرلنډۍ لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو په توپير ماتې ورکړه. متن - منځ : که څه هم د لوبې په پيل کې ايرلنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله، خو لومړی يې افغان لوبډلې ته د توپوهنې وويل. افغان لوبغاړو اوو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۵۰ اورونو کی سيالې لوبډلې ته د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه چې د افغان لوبغاړو له منځه شهزاد تر ټولو زياتې ۱۰۱منډې وکړې او ورپسې رحمت شاه ۶۲، نجيب الله ځدراڼ هم ۶۰ ناسوځېدلې او حشمت الله شهيدي ۴۷ منډې وکړې. د افغان توپ اچوونکو ګلبدين نايب د ۴۳ منډو په ورکولو سره شپږ ويکټې ترلاسه کړې او همدارنګه دولت ځدراڼ، افتاب عالم او رحمت شاه هم يوه-يوه ويکټه واخيسته او سيالې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه. یادونې وړ ده چې افغان لوبډله د جمعې پر ورځ له پاکستان او بیا د می میاشتې پر ۲۷ مه نېټه له کوربه هېواد انګلنډ سره لوبه کوي.