(افغان غږ آژانس (آوا 8 سرطان 1401 ساعت 13:55 https://www.avapress.com/ps/news/254995/پاکستان-افغان-اتباعو-ته-د-ویزې-ورکولو-پروسه-اسانه-کوي -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان افغان اتباعو ته د ویزې ورکولو پروسه اسانه کوي -------------------------------------------------- د پاکستان لومړي وزیر په یوه ټویټ کې د افغان اتباعو لپاره د ویزو د ورکولو په بهیر کې د بدلون په اړه د کابینې نوې پریکړه اعلان کړه. متن - منځ : آوا، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ (سرطان ۸) په ټویټر کې لیکلي چې د هغه کابینې د افغان اتباعو د ویزې په بهیر کې د بدلون طرحه تصویب کړې ده.   د هغه په ​​وينا، د دغو بدلونونو موخه د ويزو په ورکړه کې د اسانتياوو رامنځته کول دي، څو دواړه هېوادونه سره نږدې شي، له افغانانو سره مرسته وکړي او د منځنۍ اسيا له سيمې څخه د سوداګرۍ او پانګونې راجلب کړي.   هغه لیکلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې، چې د ویزې پر لازیاتې تګلارې کار وکړي.   د هغه په ​​وينا، د نوي تګلاري له مخې به افغان موټر چلوونکي په ٤٨ ساعتونو کې د يو کال لپاره ويزې ترلاسه کړي.   په ورته وخت کې افغان اتباع د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.