(افغان غږ آژانس (آوا 9 سرطان 1401 ساعت 15:46 https://www.avapress.com/ps/news/255066/په-هرات-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-١١-تنه-مړه-او-ټپيان-شوي -------------------------------------------------- سرليک : په هرات کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ١١ تنه مړه او ټپيان شوي -------------------------------------------------- د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې تېره شپه د هرات – تورغندي پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او لس نور ټپيان شوي دي. متن - منځ : آوا - هرات: محمود شاه رسولی؛ د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند آوا خبريال ته وويل: تېره شپه (سرطان ٨) د هرات – تورغندي پر لويه لاره د دوو "سراچه" او "ټونس" موټرونو د ټکر له امله يو تن وژل شوى او لس نور ټپيان دي.   د هغه په ​​وينا، دا پېښه د "دو شيخ پروانه" په سيمه کې شوې او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.   د هرات – تورغونډۍ لویه لاره یو له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، چې ډېری وخت پکې د ترفیکي پیښو له امله خلک وژل کېږي.