(افغان غږ آژانس (آوا 28 سنبله 1401 ساعت 10:52 https://www.avapress.com/ps/news/258784/د-کابل-کندهار-لویې-لارې-بیارغونې-چارې-پیل-شوې -------------------------------------------------- سرليک : د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې -------------------------------------------------- د فواید عامې وزارت د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې د پیل خبر ورکوي. متن - منځ : آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت د درانی بازار له سیمې څخه د غزني ولایت تر مرکز پورې د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې پرون پیل شوې.   د فواید عامې وزارت وايي، د دغه ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې به د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په ۹ میاشتو کې بشپړې شي.   د افغانستان د پخواني حکومت پر وړاندې د طالبانو د جګړې پر مهال د کابل - کندهار لویه لار د سړک غاړې ماینونو، موټر بمونو او ځمکنیو ماینونو له امله سخته زیانمنه شوې ده.