(افغان غږ آژانس (آوا 20 جدی 1397 ساعت 18:12 https://www.avapress.com/ps/news/177630/تخار-او-بغلان-ولایتونو-کې-وسله-طالبانو-بریدونو-په-ترڅ-۱۵-پولیس-وژل-شوی-۱۹-ټپیان-دی -------------------------------------------------- سرليک : تخار او بغلان ولایتونو کې وسله طالبانو بریدونو په ترڅ کې ۱۵ پولیس وژل شوی او ۱۹ ټپیان شوی دی -------------------------------------------------- چارواکي وايي چې په تخار او بغلان کې د وسله‌والو طالبانو په حملو کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۹ زخمیان شوي دي. متن - منځ : په تخار کې د ولایتي شورا غړي، مولوي کرامت الله د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو بېګا په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته حمله وکړه چې اته پولیس په کې ووژل او ۱۴ تنه زخمیان شول. د تخار د والي ویاند، محمد جواد هجري ازادي راډیو ته ویلي چې دا حمله د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوې وه. په بغلان کې هم د ولایتي شورا غړي، ظریف ظریف هم د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبان د پلخمري په لمنو کې پر پولیسو حمله کړې چې ۷ پولیس په کې وژل شوي دي. د بغلان د ولایتي شورا بل غړي سمیع الدین ناظر هم دا خبر تأیید کړی دی.