(افغان غږ آژانس (آوا 9 سرطان 1398 ساعت 11:00 https://www.avapress.com/ps/news/187530/هرات-نظامی-هوایی-ډګر-باندی-دولت-مسلح-مخالفینو-ناکام-برید -------------------------------------------------- سرليک : هرات نظامی هوایی ډګر باندی دولت مسلح مخالفینو ناکام برید -------------------------------------------------- سیمه ییز مسئولین په هرات کی تاییدوی چی مسلح طالبان تیره ورځ قصد درلود د هرات نظامی هوایی ډګر باندی په شیندند ولسوالی کې برید کړي خو ناکام پاته شوي دی. متن - منځ : د آوا په ګزارش سره؛ حکمت الله حکمت د هرات شیندند ولسوال ددی پیښی په تایید سره، آوا خبرګزاری ته وویل چی تیره ورځ مسلح طالبان قصد درلود د هرات نظامی هوایی ډګر باندی راکتی بریدونه وکړي خو دا کار باندی بریالی نه شول. د هغه په وینا، د هغوی دوه فیر په هوا کې خنثی او دوه نور فیرونه کماندو څلورم کندک سره نښته کړي چی کوم تلفات او خسارات نه دی درلودلی. د شیندند ولسوالی د هرات ناامنه سیمو څخه دی چی دولت مسلح مخالفین پکښي ډير تحرکات لری.