(افغان غږ آژانس (آوا 10 حمل 1398 ساعت 11:03 https://www.avapress.com/ps/news/182319/د-بدخشان-ارغنج-خوا-ولسوالي-طالبانو-نیولې -------------------------------------------------- سرليک : د بدخشان ارغنج‌خوا ولسوالي طالبانو نیولې -------------------------------------------------- د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر ارغجخوا ولسوالۍ د طالبانو تر پراخو بریدونو وروسته یې د یادې ولسوالۍ له مرکز څخه تکتیکي پر شا تګ کړی دی. متن - منځ : د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري د شنبې په ورځ د وري میاشتې پر لسمه امریکا غږ ته وویل، تېر شپه پر دغه ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۴ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي هم دي. هغه وویل:"د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې جګړه شروع ده،امنیتي کسان له ودانۍ څخه وتلي دي او د دې ترڅنګ درې نورې امنیتي پوستې هم سقوط شوي دي." پر همدې مهال د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، چې د تېري شپې له ۹ بجو د دغه ولسوالۍ له مسؤلینو سره ټلیفوني اړیکې پرې شوي دي. د ولایتي شورا غړې طاهره علمیار وویل: "په دغه جګړه کې پنځه امنیتي سرتېري د طالبانو لخوا نیول شوي، ۱۳ وژل شوي او ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو لاسته لوېدلې ده." طالبانو هم ویلي دغه ولسوالي یې نیولې او د ۱۱ امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا یې هم کړې ده.