(افغان غږ آژانس (آوا 19 عقرب 1398 ساعت 17:29 https://www.avapress.com/ps/news/195243/عبدالله-د-ټاکنو-پایلي-په-مشروط-ډول-منم -------------------------------------------------- سرليک : عبدالله؛ د ټاکنو پایلي په مشروط ډول منم -------------------------------------------------- د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید او د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چي د رأیو د بیا شمېرلو بهیر ژر تر ژره ودروي. متن - منځ : ښاغلي عبدالله د لویي جرګې په خېمه کي د خپلو پلویانو غونډي ته وویل: زمونږ ټېم خبرو ته چمتو دی، دغه خبري کيدای سي د نړیوالو او داخلي ناظرینو او ټیفا او فیفا په حضور کي تر سره سي، موږ کړکيچ ته د ټاکنو بهیر د ایستلو هڅه کي نه یو، بلکي له درغلیو څخه د ټاکنو بهیر د ایستلو هڅه کوو. هغه د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ وکړ، که چېري د د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ له ناظرینو پرته د رأیو شمېرلو ته دوام ورکړي، پر وړاندي به یې سوله ایزو اقداماتو لاس پوري کړي. عبدالله عبدالله وویل، چي د ټاکنو کمېسیون لخوا د رأیو بیا شمېرلو بهیر د اساسي قانون خلاف دی او زیاته یې کړه، چي نوموړی یې پایلي نه مني. نوموړي زیاته کړه: پاکي رایې باید له ناپاکو رایو څخه بېلي سي تر اخیر به ودریږو، او د ټاکنو پایلي یوازي په هغه صورت کي منم، چي د افغانستان د خلکو د رایو په اساس اعلان سي. هغه همدارنګه وویل: زه د کړکيچ طرفدار نه یم، او که خدای مه کړه هېواد د کړکيچ خوا ته ولاړی مسؤلیت به یې د دولت ساز ټېم په غاړه وي. دا په داسې حال کي ده، چي د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بیا شمېرلو په اعلان سره وویل، که د کوم کاندید ناظرین د رایو شمېرلو په بهیر کي ګډون و نه کړي، دوی به خپل کار ته دوام ورکړي.