(افغان غږ آژانس (آوا 25 میزان 1398 ساعت 12:41 https://www.avapress.com/ps/news/193344/په-سعودي-عربستان-کې-زړه-بوږنوونکې-ټرافیکي-پیښه-رامنځته-شوې -------------------------------------------------- سرليک : په سعودي عربستان کې زړه بوږنوونکې ټرافیکي پیښه رامنځته شوې -------------------------------------------------- متن - منځ : د سعودي عربستان د مدینې ښار په ۱۷۰ کیلومترۍ کې د مدینې او مکې ښارونو په لویه لاره کې د یو مساپر وړونکي بس موټر او یوې بلې نقلیه واسطې ترمنځه د جنګیدو په پایله کې قتل عام رامنځته شو. د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه پرون چار شنبه د شپې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده . په پيښه کې ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. ټپیان د ژغورنې د ډلو لخوا روغتون ته انتقال شوي دي. د پيښې قربانیان د اسیايي او عربي هیوادونو وګړي دي. ویل کیږي په بس موټر کې ۳۹ تنو شتون درلود. د بس موټر او بلې نقلیه واسطې د جنګیدو په پایله کې بس موټر اور اخیستی او په کامله توګه سوځیدلی دی.