دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 123390
سید مظفرصوفی
هر اجتماعی اوفکری مکتب کی په دواړو خواکی کولای سی دلربایی او دلبری ولری.یو په عمل کی او بل په تیوری اونظریاتو کی. فکر مکتبونه کله چی پیدا کیږی د تاریخ په بستر کی لوی کیږی او ګلان ورکوی که د دوی خیر او برکت درلود نو هغه وخت ثمر ورکوی.
د فکری مکاتبو د نقد کولو مهم معیارونه، د دوی کارونه د عمل په صحنه کی دی، چی کولای سی یو غوټه د اجتماع او سیاسی مشکلاتوڅخه خلص کړی.
که دوی یو خدمت خلکوته کړی دی او د دوی دپاره یو روښانه لار پیدا کری دی نو په داسی حالت دخلکو پام دوی ته کیږی.
دوهم،د مکتب نظری مبناګانی دی، معنی چی یو فکری مکتب د عملی زمینی ورته نه جوریږی منګر ټول نظریات چی د خلګو دخدمت دپآره ورکوی او یا د هغه په باطن کی د یو روښانه لار دی ځینی خلک هغوی سره مینه پیدا کوی او د ځان دپاره ملګری جوړوی.
هغه کسان چی د فکری مکتبونه پرخوا دی ، اول باید د هغی جوړونکو ته پام وکی چی په عمل کی څه کړی دی او یا د هغی لیکو ته وګوری چی څه شیان د بشریت د ښه والی دپاره لیکلی دی.
ځینی مکتبونه لکه مارکسیسم د خپلی په تکامل کی ښه عمل ندی کړی او د خلګو غوښتنه نه دی برابر کړی په دغه خاطر اوس تاریخ سره یو شی سوی دی (هیر سوی دی)
نن ورځ بی له یو څه لږ خلک چی د هغو د جوریدو تاریخ کتنه کوی او دهغو د غتوالی تحلیل اوپاملرنه ورته کوی اوهغوپه د ننه باندی ګوری، او دهغو د سقوط دلایلوته پام کوی چی له خلکو لخوا ډیر استقبال او پاملرنه ورته نه کوی، ځکه چی د خپلی خطاایستونکی له لاسه ورکړی دی، هیڅ څوک نغواری چی وپوهیږی چی چیشی د زده کړه دپاره لری اویو لار د خپلی د مشکلاتو په هغه باندی پیدا وکی. د اقبال لاهوری په خبری ګوری چی د خپلی مقاماتو چی شی پت ساتلی دی.
د عمل اوتجربه عرصو کی ښکاره کری دی چی ډیر سیاسی او اقتصادی ستونزی نه دی رفعه کړی او یا یو لار ورته وښیی.
د غیر بشری د مکاتبو هم تقریبا اوضاع هم داسی دی. سلف پیغمبران نسوال کولای چی د خپلی بشری مشکلاتونه د خپلی په وخت کی رفع او دفعه وکی نو اخری پیغمبر ص راغلی ترسو چی د خلکو د دنیا اواخرت غوټه خلاصونکی سی.
نن کله چی داعش ته ګورو، عقل وایی چی عاقلان دا ته باید پام وکی او د خپلی سوالونه د هغوی سره شریکه کی او پوښتنه ځینی وکی چی ایا دا مذهب یو ښی د خپل ځان سره پت کری دی او د بشر دپاره یو شی راوری دی که یعه؟
هغه شیان چی تر اوسه پوری د دغی مکتب څخه په سترګو مولیدلای دی او تجربه کړی مو دی بی له خشونت او نفاق وراچول او وژل نه شی نه درلود. که دغی مکتب ټول بناګانی دا دی چی ښکاره سوی دی د دغی مکتب د جوړونکو ته باید ووایو ځان مه پازابوی هغه مکتب او مذهب چی د خشونت پر بنا باندی پرته سوی دی او بی له خشونت او ظلم بل شی نه لری یو وخت د خلګو نفرت ځینی رازی او د هغه مکتب باید ایسته سی.
هغه شیان چی د تاریخ په کتابو کی راغلی دی او تجربه سوی یا په ستروګو لیدل سوی دی، تبلیغیان د هغه په تبلیغ کی دی، بی له شعارونه بل شی نه وو.کله چی خلک د مکه مکرمه او مدینه منوره مقدسه ځایو ته ورځی په ډګه زره د کعبی دیوار ته تکیه کوی او خپل زره هغه ته ورکوی او خپلی ټول توجه هغه ته کوی او هغه خپل یارو او ملګری بولی او د هغه په دربار کی استغفار کوی چی ګناهونه یی وبخشل سی، منګر یو ناپاکه لاس د هغه پر اوژه باندی راځی او هغه د خپلی معشوقه څخه لیری کوی او وایی دا کار شرک دی شرک! نفرت دی ځینی راځی او یو لویه غصه ستا پر غاره باندی فشار راولی،
د دغی سخیف مذهب پیروان نه دی خیر چی خلک د خپلی پیغمبر سره مینه لری او هغه د خدای ج د درګاه ته نږدی بولی، دا ناجایزه دی چی جاهل خلک دهغه او پیروان په مابین کی جدایی اورواچوی.
که دا بد او نابخردانه اعمال چی دا جاهل ډله اجرا کری دی، او د دوی مشران کولای سوای، یو مطلوب او په زره پوری جامعه په سعودی عربستان کی جوره کری، داسی جامعه چی هم انسانی حقوق وپیږنی او رسمی سی او هم د خدای عبادت په شه توګه ترسره شی ، په داسی حال هم د خلکو دپاره یو جذبه درلود او هم د تبلیغیانو دپاره شه وو چی خلک پرځان باندی راټوله کی.
نن په نړی کی وینو چی وهابیت د داعش زیربنا هیڅ قسم مثبت شی په ځان باندی نه دی پته کړی.خاماخا د وهابیون ملایان او روحانیون د خپلی ضد دینی او ضد شرعی په فتواګانو سره نه تنها د اسلام او مسلمانان دپاره یو شه کار کړی دی بلکی د مسمانان او اسلام او مجتهدینو نوم هم سخت بد کړی دی.
د جهاد نکاح فتواګانی چی منحرف او مزدور ډله ورکړی دی بی له بدعت بل کار ندی کړی، د اسلام ابرو او عزت دوی وړی دی.
نو د دغی مکتب د جوړولو راهیستی تر اوسه پوری بی له نفاقونه د مسلمانان په مابین کی هیڅ نه درلود.هره ځای چی د دغی مکتب خاوندان تللی دی یو تهدید مسلمانانوته متوجه سوی دی او د هغو په مابین کی تفرقه او نفاق جوړسوی دی. د دغی مکتب پیروان او مبلغان د یو ځل دپاره هم د ځان سره دا چرت نه دی وهلی چی خپلی فکری شیان یو پلا وګوری او تحلیل یی وکی.
نن ورڅ په ټول نړی کی لکه افغانستان ته دا پوښتنه سوال جور سوی دی چی د وهابیتو ارمغان د داعشیان پر مخ سه قسم سوی دید او چیشی د نړی د وضعیت د شه والی دپاره لری.ایا معنوی معرفتونه یی عرضه کړی دی چی دخلکو معنوی پشتوانه ورته کښیږدو؟


































مؤلف : سید مظفر دره صوفی
https://avapress.com/vdcdns0fzyt0xs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته