دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 126384
ملي محور، د قومي او سمتي شعاربازو ځواب دى
د ۲۰۰۱ ز كال د بن كنفرانس ددې فساد هغه لومړى چوكاټ ؤ چې نړيوالې ټولنې د افغان واحد ملت پر ځاى د داسې نظام بنسټ كېښود چې د قومونو په نامه قومي ټيكه داران پكې وپړسېدل.

لندن ته د ولسمشر غني د سفر پر درشل د انګلستان صدراعظم ديود كامرون د هغه هېواد د ملكې په مخكې افغانستان او نايجيريا د ځمكې د مخ تر ټولو فاسد هېوادونه وبلل چې دغه خبره زموږ په ملي رسنيو كې افغانستان ته د يوه پيغور په دود ډېره وغندل شوه.

واقعيت دادى چې زموږ په هېواد كې فساد اوس د ژوند دود يوه برخه ګرځېدلې، خو تردې هم تريخ حقيقت دادى چې دغه فساد زموږ پر ولس تپل شوى دى.

د ۲۰۰۱ ز كال د بن كنفرانس ددې فساد هغه لومړى چوكاټ ؤ چې نړيوالې ټولنې د افغان واحد ملت پر ځاى د داسې نظام بنسټ كېښود چې د قومونو په نامه قومي ټيكه داران پكې وپړسېدل.

په دې كې زموږ افغانانو غلطي هم وه، زموږ غلطي داده چې نه له تاريخ نه عبرت اخلو او نه له هغو پېښو نه چې همدا اوس زموږ په مخكې تېريږي. دا خو د جګړې فطرې پايله ده چې يو ولس د وخت په تېرېدو ارزښتونه او معنويتونه پكې بايلي، وژنې، وحشتونه او بې رحمۍ پكې دود شي او بالاخره ټولنه ټوله د اصولو، اخلاقو او ارزښتونو پر ځاي د زور تر سيوري لاندې پې اصوله ژوند ته مخه كوي.

د نورو ډېرو ستونزو او ناخوالو په څېر د توتاپ په نامه پروژه چې د ښاغلي زاخېلوال په وينا تر اوسه پورې

له اسيايي پراختيايي بانك سره د يوه نظر تر حده مطرح ده او عملي بڼه نه لري. دادي وينو چې خداى مه كړه د قومي كېدو حالت ته درومي چې بدې پايلې به يې زموږ د هېواد هر لوى او واړه قوم ته رسيږي.

په پوره باور ويلاي شو چې دا زموږ د هيڅ قوم او باضميره سياستوال هيله او غوښتنه نه ده چې ملي پروژې مو دې داسې د خامو سياستوالو د ناروا سياستونو قرباني شي، خو پوښتنه دا ده چې موږ ددغسې ستونزو مخه ولې نشو نيولاى؟

زموږ عام ولس چې د تېرو څو لسيزو له شاملو سياستوالو نه تر پزې راغلى، پيا هم ولې داسې محور نشي موندلاى چې ددغسې ماجراؤ او غوغاو مخه پرې ونيسي؟

كه د هېواد په كچه ملي شخصيتونه، سياسي كدرونه، مدني فعالان، رسنۍ، علما او پوهان په دغسې مسايلو كې پر ملي دريځ ودريږي، د ناروا سياستونو شعارونه له هيڅ لوري سره بدرګه نه كړي، باور مو دى چې دغه سوليدلي د شخصي ګټو سياست به رنګ پايلي.

كه نن د توتاپ پروژه د قومي ټيكه دارانو د غوښتنو ښكار شي دا به په هېواد كې په هره ملي پروژه كې د سمتونو او قومونو تر منځ د سياليو يو نه ختمېدونكى جنجال شي.

د هېواد د ټولو درنو او با ضميره سياسي، ملي او مدني فعالانو دنده ده چې د هېواد د راتلونكې د خونديتابه لپاره په دې اړه معقول او صريح دريځ غوره كړي. پر حكومت بايد همدوي فشار راوړي چې ملي پروژې او حكومتي اقدامات له سمتي او قومي شعار بازيو نه خوندي كړاى شي. كه دا كار ونكړاي شو د نړۍ په كچه پر ستر فساد سربېره په نور ډېر ناوړه القاب هم راپورې وتړل شي

https://avapress.com/vdcjomevxuqe8tz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته