دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 130853
صلح دحکمتیار سره؛ بی قراری زړی، امیدواری سترګی


اشرف غنی؛ رییس جمهور ویلی دی چی دحزب اسلامی سره دصلح موافقنامه دګلبدین حکمتیار په مشری ډیر ژربه نهایی سی.
ښاغلی غنی داختر دلمانځه په مراسمو کی په ارګ کی وویل چی ددی حزب سره دصلح توافق یو لوی ګام دصلح او دجنګ دختم لپاره دی.
هغه اضافه کړه چی ځینی مسائل تراوسه نه دی حل سوی او دهغه حل به دصلح دبرنامی په اجرا کی همکاری وکړی. ښاغلی غنی دامیدواری ابراز وکړ چی دامسائل به په لږ وخت کی حل سی.
رییس جمهور ددی مسائلو په باره کی هیڅ نه وویل خو ښاغلی حکمتیار ډیر دخپل اختر په پیام کی ویلی دی چی دصلح دتوافقنامی امضا دهغه دحزب او دولت ترمنځ ددولت دداخلی اختلافاتو له وجه ځنډول سوی دی.
کارپوهان هم ودی مشکلاتو ته په اشاره سره دصلح دتوافق آسانه رامنځته کیدل په شک کی بولی او وایی چی پنځه لسیزه مسلحانه فعالیتونه دحکمتیار او دهغه دحزب لپاره ډیر دشمنان منځته راوړی دی او دا داسی څه نه دی چی دیو ساده توافق پواسطه حل او فصل سی او دنظره تیر سی.
په دازمینه کی شرایط دښاغلی حکمتیار او دهغه دحزب لپاره ددولت او طالبانو تر صلح هم سخت دی ځکه چی دحکمتیار سیاسی او نظامی عقبه دطالبانو څخه پخوانی دی.
ډیر فعالان،رهبران، حزبونه او جهادی تنظیمونه تراوسه هم ښاغلی حکمتیار او اسلامی حزب اصلی لامل دجهاد انحراف وداخلی جنګوته بولی چی دمقام پر سر سرته رسیدلی وی.
دافغانستان ډیر خلګ هم همدا باور لری.
علاوه پردی، دکابل اوسیدونکی؛ پایتخت تراوسه هم دراکتو بارانونه په داخلی جنګو کی داسلامی حزب ته منسوب له یاده نه دی ایستلی؛ دراکت بارانونه چی دهغه وخت دکابل داوسیدونکو لپاره یو ډار وو او دښاغلی حکمتیار دمنتقدانو په اعتقاد سره دهغه وخت په دیوارو کی دجنګ څخه راپاته زخمونه په کابل کی ددی شاهد دی.
په دی حساب سره، دحکمتیار سره صلح، که څه هم امید لرونکی دی خو ددولت ددننه او دباندی څخه ډیر خلګ دی سیاسی او امنیتی پیښی ته په بی قراره او وارخطا زړو وینی.
کارپوهان دعطامحمد نور وخبروته په اشاره سره؛ داسلامی حزب سرپرست، دبلخ قدرتمنده والی او دعبدالله سیاسی متحدان، بالخصوص دا چی داجرایی رییس دصلح په باره کی او دحکمتیار دبیرته ګرځیدو لپاره خبری لری، شکاره کوی چی دا پیښه به په آسانی او بی له کومه غمه واقع نه سی.
شاید د رییس جمهور غنی اشاره ودی مسائلوته داجرایی رییس او اسلامی حزب ترمنځ اختلاف دصلح دتوافق دګټی پر سر وښیی؛ هغه څه چی دښاغلی حکمتیار په ژبه هم بیان سوی دی چی دصلح دتوافقنامی د امضا تعویق(لیری کیدنه) دملی وحدت دحکومت دداخلی اختلافو په وجه دی.
او آخیره مساله داچی منتقدان دلوړ امتیازو و فهرست ته په اشاری سره چی ددولت لخوا وګلبدین حکمتیار او دهغه حزب ته ورکړل سوی دی وایی، داکار نه داچی دصلح دتحقق لپاره هیڅ کمک نه کوی؛ بلکی دیوی بلی نظامی جریان لامل ګرځی؛ ځکه چی ددی ډلی په باور سره داسلامی حزب پنځه لسیزه دوامدار جنګ ددولتوسره، دجهادی او تروریستی مختلفی جریانو سره له یوه طرفه او دداخلی مشکلاتو پیداکیدل او هم دنوی او فعالو تروریستی بازیګرانو منځته راتلل له بله طرفه نور دپخوانی قدرت دلاسته راوړلو توان نه لری؛ خو ددولت سره صلح او حد اکثره امتیازو کسب ودی سیاسی- نظامی جریان ته او دنوی ځواک تولید لپاره بل چانس ورکوی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftxdymw6dmca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته