دخپریدو نیټه :شنبه ۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 131092
په راتلونکی کی دموازی دولت درامنځته کیدو احتمال/ په شمال کی دمقاومت دشوراګانو رامنځته کیدل/ په راتلونکی دناامنی ډیریدل/ دامنیت ملی پواسطه دش
دولت تلاش وکړی تر څو خپل ارتباطات داحزابو سره مستحکمه کړی. دتبیان عمومی رییس درییس جمهور دنمایندی سره په خبرو کی وویل چی داحزابو ځای په حکومت او دولت کی خالی دی او ټینګار یی وکړ چی دولت باید داحزابو سره داړیکی دټینګولو په هڅه کی سی. سید عیسی حسینی مزاری، داحمد ضیا مسعود سره په کتنه کی ابراز کړ چی متاسفانه نن دحکومت او احزابو ترمنځ دوه طرفه اړیکی وجودنه لری

په راتلونکی کی دموازی دولت درامنځته کیدو احتمال/ په شمال کی دمقاومت دشوراګانو رامنځته کیدل/ په راتلونکی دناامنی ډیریدل/ دامنیت ملی پواسطه دشخصیتونو خودسرانه بندی کول
صحیح دی چی دښاغلی غلامپور په شان بی ګناه کسان بندی سوی دی او دهغه وروسته آزاد سوی دی خو څوک دهغه تللی اجتماعی موقعیت ځواب ویونکی دی ولی داسی ناسالم او دامنیت ملی ضد حرکت ترسره سی تر څو ددی لامل سی چی دفعلی نظام دحامیانو نارضایتی رامنځته کړی. دا په داسی حال کی دی چی زموږ دعلمی حوزو علما په افغانستان کی بیله دی چی کوم دینی کار او فرهنګی کار ترسره کړی او دی نظام ته مثبت نظر ولری، بل کار نه لری.
دولت تلاش وکړی تر څو خپل ارتباطات داحزابو سره مستحکمه کړی. دتبیان عمومی رییس درییس جمهور دنمایندی سره په خبرو کی وویل چی داحزابو ځای په حکومت او دولت کی خالی دی او ټینګار یی وکړ چی دولت باید داحزابو سره داړیکی دټینګولو په هڅه کی سی. سید عیسی حسینی مزاری، داحمد ضیا مسعود سره په کتنه کی ابراز کړ چی متاسفانه نن دحکومت او احزابو ترمنځ دوه طرفه اړیکی وجودنه لری. ښاغلی مزاری اضافه کړه: دحزب تاسیس داپیزیسیون دتاسیس په معنی نه دی چی دولت تخریب کړی او په دی ځای کی لازم دی چی دولت ددموکراسی او آزادی بیان څخه حمایت وکړی او دهغوی دظرفیتو څخه استفاده وکړی. دتبیان عمومی رییس اضافه کړ چی دولت باید داحزابو سره او هغه شخصیتو سره چی ددولت حمایت کوونکی دی ښه اړیکی ولری ترڅو داډلی وکولای سی په اسانی کار وکړی او حکومت ښه او مناسب طرحی ارائه کړی او هم دحاکمیت حمایت کوونکی وی. ښاغلی مزاری تاسف شکاره کړ چی فعلی شرایط ددولت دوعدو خلاف دی او دامنیتی نهادو لخوا یو ډول پلیسی شرایط دجریانو په سطحه، احزاب، مجموعی، فرهنګی او پوهنیزی مرکزونه دوحدت ملی دحکومت سره وجود او حاکمیت لری. دتبیان عمومی رییس اشاره وکړ چی ډیر وخت راهیسی امنیتی ملی، فعال فرهنګی شخصیتونه په جاسوسی متهم کړی دی. وروسته بندی او ورته دوسیه جوړوی. ښاغلی مزاری تصریح کړه؛ امنیت ملی یو شخص چی مداح یا قاری دی او فرهنګی او سیاسی کار کوی، خبرګزاری او ورځپاڼی لری،په جاسوسی متهم او وروسته آزاروی او په بد ډول بندی کوی، په داسی حال کی چی داشخص امنیتی منابع او نظام ته هیڅ ډول لاسرسی نه لری تر څو وکولای سی جاسوسی وکړی. دا دینی عالم، په دی بیان سره چی امنیت ملی د څو میاشت په ترڅ کی څو فرهنګی او حوزوی شخصیتونه بندی کړی دی او دښاغلی غلامپور قضیی ته چی په هرات کی بندی سوی وو اشاره وکړه چی ښاغلی غلامپور یی په لسو بجو دټولو خلګو مخته دستګیر او یو میاشت وروسته بیله جرم دشکاره کیدو او بیله بخښه غوښتلو آزاد کړ. ښاغلی مزاری اظهار درلودی چی صحیح دی چی دښاغلی غلامپور په شان بی ګناه کسان بندی سوی دی او دهغه وروسته آزاد سوی دی خو څوک دهغه تللی اجتماعی موقعیت ځواب ویونکی دی ولی داسی ناسالم او دامنیت ملی ضد حرکت ترسره سی تر څو ددی لامل سی چی دفعلی نظام دحامیانو نارضایتی رامنځته کړی. دا په داسی حال کی دی چی زموږ دعلمی حوزو علما په افغانستان کی بیله دی چی کوم دینی کار او فرهنګی کار ترسره کړی او دی نظام ته مثبت نظر ولری، بل کار نه لری.
ښاغلی مزاری په تاسف سره وویل چی امنیت ملی دهغه کسانو مخ نه سی نیولای چی انتحاری، انفجار او ترور ترسره کوی او ډیر وژنی ترسره کوی. خو هغه کسان نیسی او دهغه حیثیت له منځه وړی چی په موثر ډول دسولی او ثبات لپاره کار کوی.
دښاغلی مزاری دخبرو په اساس؛ داچی دینی عالمان او روحانیون بندی کیږی او کوم اعتراضات او تبلیغات نه کوی ددوی دمعرفت څخه دی او دحکومت په وړاندی اعتراض ښه نه دی بللی. ښاغلی مزاری هشدار ورکړ چی دامنیت ملی پواسطه دبی ګناهو شخصیتو بندی کول په خلګو کی دډار بستر پراخوی او ددی سبب کیږی چی دشمن په اسانی سره ددی بستر په استفادی ځواک جزب کړی او خپلو تروریستی فعالیتونو ته ادامه ورکړی. ښاغلی مزاری په ادامه کی وویل: موږ مسوولیت لرو چی دهغه کسانو غوښتنی چی درسنی او دولت سره اړیکه نه لری ګزارش ورکړو او دحضرتعالی توجه مخکی تر مخکی ورته واړوو. ښاغلی مزاری په ادامه کی وویل: په تیرو وختو کی داحمدشاه مسعود سره هم اړیکی درلودی څه دجهاد په عرصه کی او څه دمجاهدینو دحکومت په وخت کی ورسره پراخ همکاری می درلودی.
هغه وویل: دشهید احمدشاه مسعود سره می په کال ۱۳۶۹ کی دپشاور په ښارکی نږدی ولیدل او دځینو کتنی په ترڅ کی په داسی حال کی شهید ربانی او ښاغلی یونس قانونی حضور درلودی دجهاد په باره کی مو خبری درلودی او ورسره می همکاری کړی دی. په ۱۳۷۵ کی می هم داحمدشاه مسعود سره په کابل کی ملاقات درلودی او دیو بل سره دوه جانبه همکاری مو درلودی. دتبیان عمومی رییس وویل چی دتبیان مرکز چی ۲۶ کاله مخکی رامنځته سوی دی، او اوس دتبیان اسلامی حزب هم فعال دی، دتشیع داحزابو په سطحه د اجتماعی پایګاه، فکری او رسنیزی کارونو ته په کتوسره قدرتمنده دی ددی برسیره چی زموږ مخته ډیر جریانات تاسیس او له منځه تللی دی خو موږ په صحنه کی جدی حضور درلودلی دی او اوس هم د ۱۷ ولایتونو څخه په ډیرو کی فرهنګی، سیاسی او اجتماعی فعال مرکزونه لرو.
دتبیان عمومی رییس اضافه کړه: که څه هم د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کی مو د اصلاحاتو او همګرایی ټیم د داکتر عبدالله عبدالله په رهبری څخه مو حمایت کړی دی خو اوس داجرائیی شروا رئیس څخه انتقاد لرو اونسبت دهغه ضعیف عملکرد ته اعتراض لرو خوبیا هم اعتراض مونه دی کړی او دوحدت ملی دحکومت څخه مو حمایت کړی دی لکه څنګه چی ټول اتباع ددی حکومت څخه حمایت وکړی. ښاغلی مزاری وښاغلی مسعود ته په خطاب کی وویل: تاسو چی درییس جمهور نماینده د اصلاحاتو په امور اوښه حکومتداری کی یاست، طبعآ دا نهاد داوسنی وضعیت ته په توجه سره همکاری ته ضرورت لری.
دتبیان عمومی رییس تاکید وکړ چی دتبیان اسلامی حزب په ټولو امکاناتو سره حاضر دی چی دحکومت سره همکاری وکړی. ښاغلی مزاری اضافه کړه: نن ضرورت سته چی ټول احزاب او تشکیلات داوسنی وضعیت دښه والی لپاره، یو دبل سره یوځای سی دمشکلاتو په مقابل کی مبارزه وکړی او دحاکمیت څخه دهغه داهدافو لپاره حمایت وکړی، نه داچی یواځی ددولت څخه انتقاد وکړی. دا تحلیلکوونکی، دوحدت ملی حکومت سرانو ترمنځ اختلافو ته هم اشاره وکړه او وویل چی درهبری په سطحه اختلافونه موږته دتشویش وړ دی، ځکه دا نه یواځی دا چی مشکلات په هیواد کی ډیروی چی دیو ښه حکومتداری مخ نیسی. ښاغلی مزاری دی ته په اشاری سره چی نن موږ نه سو کولای داداری فساد په مقابل کی ودریږو اصلی دلیل یی اختلافات دی او ترټولو مهم اختلاف درییس جمهور او رییس اجرایی ترمنځ دی. دا سیاسی پوه، وویل: اختلافات دحکومت په سطحه ساری دی او دنظام نور برخی هم ځینی متاثره کیږی او دعمومی اجتماعی حوزو ته هم سرایت کوی، لکه څنګه چی نن اختلافات ددولت دمرز څخه تیر سوی دی او دقومی او سمتی قالبو په شکل په خلګو کی ظهور کړی دی. دتبیان دمرکز عمومی رییس ټینګار وکړ چی که ددولت اختلافات حل سی دخلګو نور مسایل هم حلیږی او موږ په دی برخه کی دخپلو امکاناتو سره دهمکاری لپاره آماده یو. په دا حال کی احمد ضیا مسعود هم ښاغلی مزاری ته په ښه راتګ ویلو سره وویل چی ستاسو مبارزه دقدر وړ دی او ستاسو تجربی او اشنایی زما د ورور(احمدشاه مسعود) سره ددی شکاره کوونکی دی چی دتاریخ په ترڅ کی خصوصآ په دری تیرسوی لسیزو کی تاسو په ملی مسایلو کی تاثیر ګزاره دی. ښاغلی مسعود اضافه کړه چی په هر هیواد کی چی بی نظمی ظهور کوی ترڅو چی دحکومت سران په خپل منځ کی کښیننی او صحیح لاره ونه سنجوی، عام خلګ نه سی کولای چی تصمیم ونیسی او ددی دلیل چی په هیوادو کی نوی حزب تاسیس کیږی دا دی چی مشکلات ډیریږی او نخبګان مجبور کیږی چی دتشکیلاتو په جوړولو لاس پوری کړی. ښاغلی مسعود اضافه کړه چی په افغانستان کی هم موږ په لسهاوو حزبونه او سیاسی تشکیلات لرو خو دتاسف وړ خبره ده چی هغوی په ملی معضلاتو کی نه راټولیږی چی دحل لاری پیداکړی، بلکی ټول دخپل قومی، مذهبی او جغرافیایی منافع لپاره حرکت کوی. ښاغلی مسعود وویل: په افغانستان کی لږ داسی حزبونه وجود لری چی لوی ملی شعارونه ولری او یا وغواړی دملی مشکلاتو لپاره دحل لاره وڅیړی چی دټول افغانستان دخلګو، مذهبو او قومی ډلو په ګټه وی. دا نماینده دښه حکومتداری په برخه کی ټینګار وکړ: دا چی دهیواد وضعیت ډیر ناامن دی او موږ داقتصادی مشکلاتو سره مخ یو، موږ دسیاسی بی ثباتی سره هم مخ یو او ناامنی په هغه اندازه ډیر سوی دی چی ډیری ولسوالیانی دطالبانو لخوا نیول سوی دی، په دا حال کی باید سیاسی ډلی او دهیواد نخبګان په یو ملی محور کی سره راټول سی او داسی تکیل رامنځته کړی چی ددشمن په مقابل کی یو مشترک کار وکړای سی. ښاغلی مسعود وویل چی دشمن( بین المللی تروریزم ) ډیر قوی دی او که موږ وغواړو یواځی دهغه سره دجنګ لپاره ووزو نو غلطه خبره دی او باید دخپل ځان سره منطقه ای او بین المللی همکاران ولرو.هغه دا ته په اشاری سره چی باید ډلی دیو بل سره کښینی تر څو یو مشترک مبارزاتی خط جوړ کړی وویل چی دافغانستان اسلامی جمعیت هم په دی تلاش کی دی چی یو دملی مقاومت یو شورا رامنځته کړی او ټوله دیو مشترک محور په شاوخوا راټول کړی ترڅو یو مشترک مبارزه دتروریزم سره شروع سی.
مسعود همچنان وویل چی ګزارشونه دا وایی چی قرار دی چی ټول تروریستی نهادونه دپاکستان څخه افغانستان ته انتقال پیداکړی او که امنتیت ملی خپل توجه ونه نیسی، احتمال سته چی یو بل موازی حکومت رامنځته سی.
هغه اضافه کړه چی دهمدی له مخی امنیت ملی په تشویش کی دی او هغه خلګ چی ورباندی شک لری دپوښتنو لپاره وړی. هغه وعده وکړه چی ستاسو دا غوښتنه امنیتی مسوولینو ته رسوم او ددی وروسته دداسی حادثو څخه موږ ته خبر راکوی چی ترڅو موږ اقدام وکړو.

مؤلف : سیدعیسی حسینی مزاری
https://avapress.com/vdcb98b85rhbfgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته