دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۶
د مطلب کود : 159575
برجام له منځه تلنه؛ د بین المللی نظام په وړاندی نوی خطر
که برجام لپاره کوم پيښه رامنځته شی، بین المللی نظام مختل کیږی. په هغه صورت کې هیڅ تضمین شتون نه لری چی نړۍ هیوادونه د لویو قدرتونو نظر وړ امنیت او نظم ته کوم اعتنا او باور وکړی؛ ځکه چی خپله یی تر پښو لاندی کوی. د برجام له منځه تلنه، په لمړۍ قدم کې، د سازمان ملل متحد امنیت، اقتدار او وجاهت تر پوښتنې لاندی راوړی او په دی توګه، نور هیوادونه ددی شورا تصمیم ته ځان ملزم نه بولی؛ بلکه اصل، قاعده او مشروعیت همغه څه دی چی هیوادونو ګټو سره همخوانی ولری. اتمی انرژی بین المللی آژانس به هم یو بل بین المللی مهم نهاد وی چی د برجام له منځه تلنې سره به په سخته توګه زیان ووینی.

 
یوکیا آمانو؛ د اتمی انرژی بین المللی آژانس عمومی مدیر، خبرداری ورکړی چی که د ایران سره نړیوال هیوادونو هسته ای توافق له منځه ولاړ شی، بین المللی نظام او هسته ای فعالیتونو کنترول ته به لوی زیان ورسیږی.
هغه وویل چی برجام هسته ای فعالیتونو باندی نظارت لپاره یو لوی لاسته راوړنه ده او که برجام ماته وخوری، دا به لوی زیان وی.
هغه یو ځل بیا وویل چی ایران خپل تعهداتو باندی پایبند او ولاړ دی.
دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمر هسته ای توافق یو بد توافق بللی او ګواښ یی کړی چی که توافق کې ایران لپاره دائمی هسته ای محدودیتونه او موشکو فعالیتونو باندی محدودیتونه اضافه نه شی، امریکا به ورڅخه بهر شی.
په وړاندی یی محمد جواد ظریف؛ د ایران خارجه وزیر خبرداری ورکړی چی امکان لری ایران څو اړخیزه خبری اتری د اروپا سره قطع کړی.
ژان ایو لودریان؛ د فرانسه خارجه وزیر، د دوشنبه په ورځ ایران ته سفر کړی ترڅو هسته ای توافق په اړه مذاکره وکړی.
یوکیا آمانو خبرداری د برجام سقوط خطر په اړه، د بین المللی مسایلو کارپوهانو په باور، جدی، واقع بینانه او بین المللی اړیکو وضعیت باندی سمه پوهه ده.
دا خبرداری بالخصوص په داسی وخت کې چی ایران رسمآ خبرداری ورکړی چی هغه برجام چی هغه هیواد لپاره کوم ګټه ونه لری او مقابل لوری هره ورځ خپل تعهداتو څخه اوړی، نه پاتیږی، اوس نور هم جدی شوی دی.
له بل لوری، اروپا هم د ترامپ ګواښونو په لړکې ایران باندی فشار په مقصد برجام ته نوی الحاقیه اضافه کولو په هڅه کې دی او ایران اسلامی جمهوریت باندی فشار ډیر کړی دی او ویلی کیږی چی فرانسه خارجه وزیر په همدی مقصد، تهران کې حضور لری.
فرانسه د نړیوال قدرتونو او ایران ترمنځ هسته ای مذاکراتو جریان کې؛ ایران په وړاندی سخته مواضع خپل کړی او داسی معلومیږی چی امریکا تګلاره په دی برخه کې تر شعاع لاندی نیول کیږی.
همدا تګلاره هم دا اوس د پاریس خارجی سیاست دستګاه له لوری ترسره کیږی او په دی توګه، برجام سقوط او له منځه تلنې خطر جدی معلومیږی.
دا ټوله په داسی حال کې دی چی په ایران کې د برجام څخه هغه هیواد غوښتنې او غوښتنو تحقق او کارآمدی څخه نیوکې هم ورځ په ورځ د ډیریدو په حال کې دی.
 
څو ورځې مخکې، عباس عراقچی؛ ایران مذاکره کوونکو ټیم څخه هسته ای مذاکراتو کې، په لندن کې اعلان کړ چی ایران په هغه توافق کې چی کوم ګټه ورته ونه لری، نه پاتیږی.
په دی توګه، جاری وضعیت په بین المللی ابعادو کې تاریخی توافق په وړاندی ډیر خطر سره مخامخ دی.
په دی توګه، اتمی انرژی بین المللی آژانس به خپل نفوذ او قدرت په نړۍ کې اتمی انرژی لپاره له لاسه ورکړی او په دی برخه کې به یو ډول هرج او مرج، بی ثباتی او اقتدار ګرایی حاکم شی چی په اساس یی، هیوادونه نور، هسته ای اسلحو ته رسیدو لپاره یو د بل سره رقابت وکړی؛ بیله دی چی ددی اقدام په اړه کوم فکر وکړی؛ هغه موضوع چی اوس د شمالی کوریا په اړوند صدق کوی.
او بل جالب نکته داچی ددی ټولو عامل به د دونالد ترامپ په نوم یو شخص وی چی اروپایی قدرتونه هم خپل جنونی تصمیمونو سره بین المللی نظام سره اړیکو لپاره یوځای کوی.
 
https://avapress.com/vdchqwnzm23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته