دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 166056
تازه اسرائیلي وحشت او د اسلامي کانفرانس بېړنۍ غونډه


د روان  ۲۰۱۸م کال د مئ په ۱۴ مې نېټې په زرونو فلسطیني ځوانان ، مېرمنې کوچنیان او بوډاګان د جبر او ظلم هغه دنګ او قوي کنکریټي دېوال ته راټول شوي وو، کوم چې غاصب اسرائیلي دولت د خپلې قبضې د ساتنې او د فلسطیني مسلمانانو د نقل او حرکت د څارنې لپاره په ناقانونه ډول ودرولی دی.

دا فلسطیني مسلمانان د تل ابیب نه بیت المقدس ته دامریکا دسفارت دانتقالولوپر ضد د اعتراض کولوپه موخه راټول شوي وو ؛ داهغه وخت و چې دامریکا دولسمشر ټرمپ لور اویهودي زوم داسرائیلي حاکمانو سره یوځای په بیت المقدس کې دامریکادنوي سفارت دپرانستلودمراسموپه اړه جوړ شوي جشن کې خنداګانې کولې؛ موسکاګانې تبادله کېدلې او په داسې  جوش اوجزبې یې دخوښیو اظهارکاوه لکه کوم دښمن هېواد یې چې همدا نن فتح کړی وي ؛ دلته داسرائیلیانواوامریکایانو شریک دخوښیوجشن روان و اوپه همدې وخت کې هلته دغزې او اسرائیلوترمنځ دېوال ته راټولوشویومسلمانانوباندې اسرائیلي وحشي فوځیانو دګولیو باران جوړ کړی و ؛ اسرائیلي فوځي نښه ویشتونکو یو یوځوان ،مېرمن، بوډا اوکوچنی  په نښه کاوه .

هلته دامریکا نوي پرانستل شوي سفارت کې دخوښۍ جشن په ختمېدو وو ؛یوبل ته مبارکئ ورکول کېدې؛ چکې وهل کېدې اودلته په همدې وخت کې په څوشېبوکې  اسرائیلي فوځیانو  ۶۱ بې وسلې فلسطیني مظلوم مسلمانان ووژل او۲۷۰۰ تنان یې ټپیان کړل .

داسرائیلي فوځیانو دابربنډوحشت ټولې نړۍ په خپلوسترګو ولیداوټوله نړۍ یې وحشت بولي خو امریکا اواسرائیل دټولې نړۍ په سترګو کې دخاورو اچولو هڅې کوي اولا هم وایې چې دا هر څه اسرائیلي فوځیانو دخپلې دفاع په موخه کړیدي .

اوس هیڅوک نشته چې دامریکا او اسرائیلونه وپوښتي چې په اسرائیلوکوم نظامي ځواک حمله کړی وه ؟  که مظاهرچیان دټانکونو اوعصري وسلوسره راغلي وو یا په اسرائیلي فوځیانوددوئ له لورې یو ډزشوی و ؟

که داهیڅ نه وو نو دا څرنګه دفاع ده ؟

داخو ښه په زړه پورې  دفاع ده چې پر اسرئیلي فوځیانو یوه مرمۍ هم نده فایر شوې خو دوئ په زرونومرمئ فایر کړیدي اوپه زرونوعام بې وسلې خلک یې پرې ویشتلي دي اوبیا هم داخپله دفاع بولي ؟!

په فلسطین کې دغاصب اسرائیلي دولت کړنلاره ډېره ساده اوروښانه ده ،یانې فلسطیني مسلمانان دخپلو کورونو اوځمکونه ویستل او ورباندې قبضه کول  اوخپلې قبضې ته د دوام ورکولواوله ځان سره دقبضه شویوځمکو دساتلو په موخه دنګ اومضبوط دېوالونه ودرول ؛ اوچې فلسطینیان ددې قبضې دختمولوغوښتنه کوي ؛ یاخپلوځمکو اوکورونو ته دبېرته راستنېدوخبره وکړي اودظلم اوجبر ددېوال له منځه وړل وغواړي نو پرې هوایې اوځمکنئ حملې  کول اوپه ګڼ شمېر کې یې ښه په بې دردۍ او وحشت وژل اوداهرڅه بیا خپله دفاع ګڼل اوددې سره دامریکا تائید هم ملګری کول .

ټرمپ دامریکا په تاریخ کې ترټولوزیات داسرائیلو دوست ، خواخوږی اوهر وحشت ته یې جواز ورکونکی ا و تائیدونکی ولسمشر دی ؛ ټرمپ داسرائیلو هر وحشت له پامه غورځوي اودامریکا پخوانیو ولسمشرانو به چې داسرائیلو وحشت په رسمي ډول غندلو هغه هم نه کوي  ځکه چې دټرمپ تګلاره په منځني ختیځ کې دلویو جنګونو رامنځته کولوته لار برابرول  اوداسیمه دلویې بربادۍ سره مخامخ کول دي  .

دآزادۍ غوښتنه اوس دفلسطیني مسلمانانوسترجرم دی ؛ اسرائیل او امریکا غواړي چې فلسطینیان دهغه آزاد فلسطیني دولت دغوښتنې نه تېر شي چې دغاصب اسرائیلي دولت درامنځته کېدوپر مهال یې ورسره وعده شوی وه .

بیت المقدس ته دامریکا سفارت انتقالول له ځان سره داروښانه پېغام لري چې ددوه ازادو دولتونو دحل خبره اوس زړه خبره ده چې امریکا ترې منحرفه شویده ؛ اوس به یواځې یواسرائیلي دولت وي چې فلسطینيان به یې ځانونه اتباع ګڼي اوهغه هم ددرېمې درجې اتباع ؛ ددې انتقال لپاره چې خاص دمئ ۱۴مه نېټه ټاکل شوی وه نو ترشا یې همدا هدف و ځکه چې یوه ورځ پس یومِ نکبه وه.

هغه امریکا چې په نړۍ کې دبشر دحقوقو چغې وهي او سترې دعوې کوي دمئ په ۱۴مې نېټې یې دمظلومو فلسطینیانو پرجسدونو دخپل سفارت ودرولو له لارې ټولې نړۍ ته داهم ښکاره کړه چې په وړاندې یې دکمزورو ولسونو دځانونو هیڅ ارزښت نشته او پدې اړه یې ټولې خبرې او دعوې غولونکې او له نفاق نه ډکې دي.

دمحترمولوستوالوپه علم کې به وي چې پرمظلومو فلسطیني مسلمانانوخو په خپل تېر ۷۰ کلن تاریخ کې دسترووحشتونو نه ډکې ډېرې ورځې تېرې  شويدي خو فلسطینیان چې کومه ورځ  یوم نکبه بولي اودیومِ نکبه په نوم یې لمانځي دا دمئ میاشتې ۱۵ مه نېټه ده ؛دانېټه  دفلسطین داوسني او راتلونکو نسلونو لپاره هیڅکله هم دهېرولو نده ځکه  چې د ۱۹۴۸ م کال په همدې نېټې داسرائیلو په نوم غاصب او نا قانونه خونخوار دولت دفلسطیني مسلمانانو نه پرقبضه شوې ځمکه رامنځته او په همدې یوې ورځ کې ۸ سوه زره فلسطیني مسلمانان دخپلو کورونو نه وویستل شول ،چې د اوږدې دربدرۍ نه پس دفلسطین ګاونډیو هېوادونو مصر،اردن،شام او لبنان ته په هجرت کولو مجبورشول او ۷۰ کلونه پس هم ترننه دا فلسطینیان او ددوئ دریم نسل ددې هېوادونو په مهاجر کمپونوکې دفقر ،خوارۍ اومشقت نه ډکې دهجرت شپې ورځې تېروي.

دا ورځ په فلسطیني تاریخ کې په یوم نکبه یانې دفلسطیني تاریخ د لویې تباهۍ او بربادۍ توره ورځ ګنل کېږي چې یو لورته پردې خاورې دصهیونستانو تسلط رامنځته شو او بل لور ته دومره لوړ شمېر فلسطینیان له خپلو کورونو وویستل شول.

دفلسطین مظلوم مسلمانان هرکال دسترو مظاهرو په ترڅ کې دا ورځ دتورې ورځ په نوم لمانځي تر څو ددوئ دحقوقو د ترلاسه کولو لپاره دنړیوالې ټولنې توجو راجلبه او بېرته  خپلو کورونو ته ددوئ راستنېدلو ته لار برابره شي.

دتېرهرکال په څېر داځل د۲۰۱۸ م کال  یوم نکبه هم  فلسطیني مسلمانانو لمانځله ؛فلسطین ته دفلسطینیانو دبېرته راستنېدو غوښتنه یې کوله اوداځل چې داشغال ۷۰ کلونه پوره کېدل نو دنړیوال احساس دراویښولو په موخه دا احتجاج  خوراستر اوتاریخي و.

دغاصب اسرائیلي دولت له لورې دغزې او لویدیځې تړانګې ترمنځ دجبرودرول شوي دیوال ته دتېرو ۷  اوونیوو راهیسې دغزې مظلوم مسلمانان راټول دي او دټولو یواځې یوه غوښتنه او ناره ده چې فلسطین ته راستنېدل !او القدس ته راستنېدل !

خو ددې غوښتنې او نارې په مقابل کې دمارچ د ۳۰ مې نېټې نه وحشي اسرائیلي فوځیانو پرهمدې فلسطیني لاریون کونکو بې رحمانه ډزې پیل کړې ؛په دې لاریون کونکو دډزوسره سم  تمه کېدله چې نړیواله ټولنه به داسرائیلو ددې وحشت په مقابل کې غبرګون وښایې خومتأسفانه چې نړۍ ددې ټول حالت ننداره کوله او وحشي اسرائیلي فوځیانو په ۷ اونیو کې له ۷۰ زیات فلسطینیان شهیدان او له ۷ زرو زیات ټپیان کړل.

خو دمئ په ۱۴ مې نېټې دامریکا په سر پرستۍ کې دوحشي اسرائیلي فوځیانو وحشت بیخي ستر و؛ پدې نېټې امریکا دتل ابیب نه القدس ته خپل سفارت انتقالولو او دټولو بین المللي اصولو خلاف یې القدس داسرائیلو دپلازمینې په صفت عملاً اعلانولو چې ورسره دمخالفت ښکاره کولو او دبین المللي اصولو دې مخالف کار دمخنیوي لپاره لازیات فلسطیني مسلمانان دجبر دیوال ته راجمع شول او ددې ناوړه عمل پرضد یې نارې پورته کړې چې پرې وحشي اسرائیلیانو ډزې پیل کړې اویاد قتل عام رامنځته شو.

اسرائیل دغزې دکوم مسلح حرکت سره ندي مخامخ بس په ۱۹۴۸م کې دخپلوکورونونه دویستل شویو۸ سوه زروفلسطینیانوخپلو کورونوته دبېرته راستنېدواودغزې د۱۲کلنې محاصرې دختمولوغوښتنه ده ؛ ددې غوښتنې لپاره راټول شوي ټول تش لاس دي اوله ډبروپرته بل هیڅ په لاس کې نه لري  .

غزه چې ۴۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۶ نه تر ۱۲ کیلو متروپورې پلنوالی لري دتېرو ۱۲ کلونوراهیسې داسرائیلو له لورې دمحاصرې په حال کې ده ؛ دهوا ، وچې اوسمندر ټولې لارې یې بندې دي ؛ دغزې دامسلمانان پدې پوهېږي چې مقابله یې دنړۍ دیوداسې بې رحمه غاصب دولت سره ده چې دنړۍ ترټولو عصري وسلې په لاس کې لري اوټول لویدیځ یې ترشا ولاړ دی ؛ فلسطیني مسلمانان په تشو لاسونودهمدې سترطاقت مقابله کوي اودانساني احساس ؛ همت اوجرأت بې ساري تاریخ جوړوي ؛ له حد نه زیاتو دتکلیفنونو ډکو حالاتو کې ژوند تېروي ؛ دوحشي اسرائیلي فوځیانودګولیومقابله په خپل لوړعزم ؛ انقلابي ولولې اوعالي همت سره کوي ؛ هره ورځ خپل شهیدان ورونه دفنوي اوبېرته سرحد ته راټولېږي اوداسرائیلي غصب ،سفاکیت اوجارحیت پرضد احتجاج ته دوام ورکوي ؛دوئ هره ورځ ددې عزم او ارادې سره احتجاج ته راوځي چې شاید دغفلت نه ډک نړیوال احساس   رابیدار او ورته داسرائیلووحشت په نظر راشي .

که څه هم دملګروملتونو دادارې دروان وحشت په مقابل کې یوڅه په حرکت کې راغله اودامنیت شوری ۱۴ غړویوپرېکړه لیک تصویب کړ خو امریکا ددې ادارې پرېکړه لیک  په ډېر غرور ترپښو لاندې او ددې ادارې سخت توهین یې وکړ.

تېر کال دملګرو ملتونو په جنرال اسمبلۍ کې یو پرېکړه لیک تصویب شوی و چې د ۱۹۳ هېوادونو له جملې نه ۱۲۸ هېوادونو دامریکا پرېکړه رد کړی او داسرائیلو دپلازمېنې په صفت یې دبیت المقدس له منلو انکار کړی و.

دبرتانې،فرانسې،او المان په څېر دامریکا مهم اتحادیان هم پدې ۱۲۸ هېوادونو کې شامل وو خو امریکا ددې دومره سترې نړۍ دمخالفت او دملګرو ملتونو دادارې دحیثیت هیڅ پروا ونه ساتله؛ددې ادارې دغړو دقاطع اکثریت له مخې تصویب شوی پرېکړه لیک یې پردېوال وویشت او ښه په غرور یې دمئ په ۱۴ مې نېټې په بیت المقدس کې په داسې حال کې خپل سفارت پرانیست چې وحشي اسرائیلي فوځیان د فلسطیني مسلمانانو په قتل عام اخته وو.

رښتیا دا ده چې امریکا پدې اقدام دټولې اسلامي نړۍ سره خپله دښمني ښکاره او ټوله اسلامي نړۍ یې خپله دښمنه کړه او دتاریخ یو نوی تورباب یې پرانست.

دمحترمو لوستوالو په علم کې به وي چې القدس یا بیت المقدس په دوه شرقي او غربي برخو ویشل شویدی؛غربي برخه یې اسرائیلو د ۱۹۴۸م په جنګ کې قبضه کړې وه او شرقي برخه یې په ۱۹۶۷ م کې دعربو او اسرائیلو ترمنځ درامنځته شوي جنګ په نتیجه کې ترخپلې قبضې لاندې راوسته.

په ۱۹۸۰ م کې اسرائیلو ټول بیت المقدس دخپلې پلازمېنې په صفت اعلان کړ خو دامریکا په ګډون ټولې نړۍ د اسرائیلو ددې پرېکړې سره خپل مخالفت ښکاره کړ چې دټرمپ ترراتللو دامریکا هر ولسمشر دمخالفت په همدې پرېکړې ټینګ پاتې شو.

رښتیاچې فلسطیني مسلمانانو په تشو لاسونو دبیت المقدس دازادۍ لپاره ډېره اوږده مبارزه وکړه؛القدس تل په فلسطین کې دراپورته شویو انقلابي تحریکونو او هرې انتقاضي عنوان ګرځېدلی خو صهیونیزم ته له حده زیات وفادار دامریکا اوسني ولسمشر ټرمپ چې دتېر ۲۰۱۷م کال ددسمبر په ۶ مې نېټې القدس داسرائیلو لپاره دپلازمېنې په صفت ومانه نو مظلومو فلسطینیانو په ډېر لوړ احساس دانتقاضې یو نوی تحریک پیل کړ چې تراوسه پدې تحریک کې ۱۴۰ فلسطیني مسلمانانو خپل سرونه قربان کړل او په زرونو ټپیان شول خو چې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول داسلامي کانفرانس په نوم داسلامي نړۍ ګډ تنظیم پدې اړه مناسب غبرګون ښکاره نکړ نو خبره دې ته راورسېده چې دادی امریکا په بیت المقدس کې خپل سفارت هم پرانست.

داسلامي هېوادونوګډتنظیم اسلامي کانفرانس د۱۹۶۹ م کال داګست په ۲۱مې نېټې هغه مهال رامنځته شوچې شریرو یهودیانو ټول مسجد اقصی ته داور اچولو هڅه کړی وه چې له امله یې مسجد ته ډېر تاوان رسېدلی و ؛ په پیل کې دا د۲۴ هېوادونوګډکانفرانس و ؛ ورو ورو یې غړي زیاتېدل چې اوس یې ۵۷ واړه اسلامي هېوادونه غړیتوب لري ؛ هسې خوددې تنظیم درامنځته کېدواهداف زیات دي خو داچې درامنځته کېدولامل یې مسجد اقصی و نودمسجد اقصی اوبیت المقدس نه دفاع اود فلسطین دستونزې حل  ددې تنظیم دسترو مسئولیتونوڅخه دی اوددې ستونزې دحل په نوم یې ګڼې سرمشریزې غونډې هم رابللې دي  خومتأسفانه چې دملګرو ملتونو د ادارې په څېر دا تنظیم هم دفلسطین دستونزې دحل اودفلسطیني مسلمانانو دحقوقوپه ترلاسه کولوکې ناکام دی .

دتېر ۲۰۱۷م کال ددسمبر په ۱۳مې نېټې دترکې ولسمشر طیب اردګان چې اوس داسلامي کانفرانس مشر ي هم په غاړه لري  په ترکې کې یې ددې تنظیم غونډه هغه مهال راوغوښته چې دامریکا ولسمشر ټرمپ بیت المقدس دغاصب اسرائیلي دولت لپاره دپلازمېنې په صفت ومانه اوترڅنګ یې دتل ابیب نه بیت المقدس ته دخپل سفارت انتقالول هم اعلان کړل چې اوس یې دمئ په ۱۴ مې نېټې عملي هم کړ ؛ دټرمپ داعلان سره سم  دطیب اردګان له لورې داسلامي کانفرانس ترچتر لاندې داسلامي هېوادونو دمشرانو غونډه رابلل ډېر پرځای اقدام و خودې غونډې چې کومه پرېکړه وکړه هغه ډېره ناهیلې کونکې وه.

دغونډې هدف دامریکا په مقابل کې دبیت المقدس داصل حیثیت رامخې ته کول اوددې حیثیت ساتل و خوکومې پرېکړې چې رامخې ته شوې نوپکې دا وچې ختیځ بیت المقدس دفلسطین ابدي پلازمېنه ده .

حال داچې یواځې ختیځ بیت المقدس نه بلکې په تاریخي لحاظ ټول بیت المقدس دفلسطین پلازمېنه وه اوهمدا دفلسطینيانو اوټولې نړۍ دمسلمانانوغوښتنه ده اودهمدې لپاره دتېرو۷لسیزو راهیسې دمظلومو فلسطینیانو مبارزه روانه ده .

په ۱۹۴۸م کې چې غاصب اسرائیلي دولت لویدیځ بیت المقدس قبضه کړ اولاترننه یې په قبضه کې دې ، ددې پرېکړې له مخې یې ددې کانفرانس له لورې له یوې خوا قبضه ومنل شوه او له بل لورې یې دړومبۍ قبلې دتشخص په اړه دفلسطینیانو اود نړۍ دمسلمانانواحساسات هم مجروح کړل .

که اسلامي کانفرانس دا تاریخي اشتباه نه وای کړی اودایې ویلي وای چې بیت المقدس دفلسطین ابدي قبله ده نوشاید نن  امریکا بیت المقدس ته دخپل سفارت دانتقالولو جرأت نه وای کړی .

دیادلو وړ ده چې دکانفرانس ځني غړو هېوادونو ددې پرېکړې سره خپل مخالفت ښکاره کړ خوچې اکثریت په بل لور ونو مخالفت ګټه ونکړه

د۱۴ مئ دعامه وژنې په مقابل کې بیا ددې کانفرانس مشر طیب اردګان داسلامي هېوادونو دمشرانو غونډه راوغوښته ؛ غونډې کې ایله د ۵۷ اسلامي هېوادونو ۱۸مشرانوګډون وکړ نور ټول یې دهېوادونونمایندګان وو ؛ که داسلامي کانفرانفرانس دې غونډې ته نظر وکړونو داهم ګټوره نه ښکاري  ځکه چې داسې هیڅ پکې نه ښکاري چې امریکا دې ته اړ کړي چې دبیت المقدس نه خپل سفارت بېرته تل ابیب ته منتقل کړي ؛فلسطیني مسلمانان به هم پدې پوه ووچې داسلامي کانفرانس سره نورخپلې هیلې تړل ندي پکار نوځکه خویې ددې کانفرانس دغونډې پرمهال هیڅ ډول هیله مندي ښکاره نکړه .

بس پدې  غونډې کې یواځې دامریکا غندنه وشوه خوپه مشرانوکې یوهم دامریکا سره ددیپلوماتیکو اړیکو دپرې کولوخبره ونکړه اونه یې دا وویل چې په خپلوهېوادونوکې به دامریکا سفارتونه بند کړو او تر هغې به ورته دبیا فعالیت اجازه ورنکړو ترڅویې چې دبیت المقدس نه خپل سفارت بېرته تل ابیب ته نه وي انتقال کړې .

طیب اردګان اسرائیلي دولت ته دمسلمانانوپه قتل عام دتروریست دولت لقب ورکړ خودایې ونه ویل چې دایوغاصب ، جعلي اوناقانونه دولت دی  ؛ ترکې څوورځې دمخه دفلسطیني مسلمانانوپه قتل عام خپل سفیر له اسرائیلو راغوښتی اوداسرائیلوسفیر یې له خپل هېواد نه ویستلی و؛ اوس پدې غونډې کې دنړۍ مسلمانانوتمه لرلهچې ترکیه به دجرأت نه کار واخلي ؛ دتل لپاره به داسرائیلوسفارت بندکړي وداني به یې ونړوي اویابه پردې ودانۍ دفلسطین بیرغ رپاند کړي اودفلسطین دائمي سفارت به یې وګرځوي خو متأسفانه چې داسې یې  ونکړل ،ولې ؟ځکه چې ترکې اسرائیل په رسمیت پېژندلي دي ؛ ددواړو ترمنځ هرکال دملیاردونو ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي اودغاصبواسرائیلودغازو لویه اخستونکې هم ترکیه ده .

که اسلامي نړۍ عملاً دفلسطیني مسلمانانوترشا وندرېګي او خبره یواځې دامریکااو اسرائیلو دغندنو اوتش په ژبه دفلسطیني مسلمانانودتائید پورې محدوده شي نوډېره ګرانه به وي چې ړومبۍ قبله اوبیت المقدس آزاد  اوراخپل کړو .

خو امریکا او اسرائیل باید پدې پوه شي پرېکړې اواقدامات یې ددوئ لپاره خورا له تاوان نه ډک دي  اوقبضه به یې په یو صورت کې هم دوام ونه مومي .

د تاریخ په اوږدو کې بیت المقدس۴۴ځل قبضه شوی اوبیا آزاد شوی ؛ هرځل اشغالګر له شرمه ډکې ماتې سره مخامخ شوي اووروستۍ فتحه ددې داصلي وارثانویاني فلسطیني مسلمانانو په برخه شوی .

اوس هم فلسطینان په لوړعزم اوډېر جرأت دبیت المقدس دآزادۍ لپاره جنګېږي اوپه هیڅ صورت دبیت المقدس له ازادۍ نه تېرېدونکي ندي ؛ ددوئ ددې لوړو عزایمو په مقابل کې به هیڅکله هم بزدله امریکا ټینګه نه شي اوهغه ورځ به خامخاراشي چې امریکا به دډېر ذلت سره یوځای له بیت المقدس   نه کډې بارکړي اوبیابه په عمر دالقدس نوم وانخلي او بیت المقدس به دتل لپاره دآزاد فلسطین همېشنۍ پلازمېنه شي.
https://avapress.com/vdcjimevmuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته