دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 169517
ملت پالي حرکتونه او منحل کېدونکی اروپایي اتحاد


غرض پالنه د لویدیځوالو یو له  لويو منفي صفتونو څخه دی او د خپل مطلب او غرض لپاره د اوږدو پلانونو جوړول او د مؤثرو لارو نه کار اخستل د دوی کمال او د پرمختګونو او بریالیتوبونو اساس دی.
د انسانانو نه د تشې لویې امریکا ودانول چې مقصودو او بشري قوې ته اړتیا وه؛ نو افریقایې هېوادونو ته به کښتئ بوتلل کېدې او د امریکا د آبادولو او د امریکایانو د خدمت لپاره به  په زور افریقایان راوستل کېدل خو چې امریکا اباده او انسانانو ته یې اړتیا ختمه شوه؛ نو د همدې امریکایانو لپاره اوس د بهر نه ورتلونکی یو تن هم د زغم وړ نه دی، قاطع اکثریت د دې طرفدار دی چې باید د امریکا دروازې د ټولو کډوالو  په وړاندې وتړل شي او هیڅوک امریکا ته راننوتلو ته پرې نه ښودل شي. ټرمپ چې د امریکایانو په همدې خواهش او غوښتنې پوه و د خپلو انتخاباتو لپاره د کمپاین پرمهال به یې د امریکایانو سره وعدې کولې چې امریکا ته به د ناقانونه کډوالو په راتګ سخت بندیز ولګوي او د امریکا او مکسیکو (چې هرکال ترې دکار موندنې په هدف ګڼ شمېر خلک امریکا ته وراوړي) پر پوله به دیوال جوړ کړي، ټرمپ ته امریکایانو د همدې او ځینو نورو وعدو له امله خپلې رایې ورکړې چې د ولسمشر کېدو سره سم ټرمپ هم یو په بل پسې په خپلو وعدو عمل پیل کړ. د ولسمشر کېدو نه سمدستي وروسته یې امریکا ته د ۷  هېوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز ولګاوه او د مکسیکو سره په پوله د دیوال وهلو  د ژمنې عملي کولو لپاره یې هم اقدامات پیل کړل .
دمحترمو لوستوالو په علم کې به وي چې څو ورځې دمخه دمکسیکو نه ګڼ شمېر سړي او مېرمنې دخپلو بچو سره یوځای امریکا ته پدې هیله وراوړېدلي وو چې ګوندې دبشري خواخوږۍ له مخې به ورته په امریکا کې دپاتې کېدلو او کار کولو اجازه ورکړی شي خو دوئ دامریکا سرحدي ځواکونو ونیول؛کوچنیان یې دمېندو او پلرونو نه جدا او وړکتونونو ته ولېږل او بالغان یې ټول زندانیان کړل او چې دامریکا دبشر دحقوقو ادارو او رسنیو ددې عمل پرضد اواز پورته کړ او دا یې دبشریت ضد عمل وګڼلو نو ټرمپ دا پرېکړه لغوه کړه او دوالدینو سره دکوچنیانو دیو ځای کولو حکم یې صادر کړ.
دامریکا مهم اتحادي برتانیه ،دکډوالو په مقابل کې دتعصب ښکاره کولو په لړ کې دامریکا نه هم دوه قدمه وړاندې ده؛دبرتانې رسنئ او دبشر دحقوقو ادارې دمکسیکو نه دراتلونکو کډوالو دمخنیوي له امله پرامریکا ډېر انتقادونه کوي او ځان  دبشر دحقوقو دساتنې اتلان ښایې حال دا چې پخپله برتانې د ۲۰۱۱ م کال راهیسې دې هېواد ته داسیایې او افریقایې کډوالو  په ورداخلېدلو بندیز لګولی دی.
دکارموندنې په هیله دنورو غریبو اروپایې هېوادونو نه دراغلو کډوالو په مقابل کې چې برتانې کوم تعصب ښکاره کړی دا په ټولې اروپا کې ساری نه لري؛برتانې ته دنورو غریبو اروپایې هېوادونو نه دراغلو کډوالو شمېر کابو ۳ ملیونو ته رسېږي؛ددوي نه دځان خلاصولو او دنورو کډوالو دراتګ دمخنیوي په موخه برتانې داروپایې اتحاد نه دوتلو پرېکړه کړیده.
داروپایې اتحاد نه دجدا کېدلو یا نه جدا کېدلو په موخه دوه کاله وړاندې په برتانې کې یوه ټولپوښتنه ترسره شوه چې پکې دبرتانوي ولس اکثریت د اروپایې اتحاد نه دوتلو په حق کې رایې ورکړې.
تېر کال دبرتانې په پارلمان اوسنا مجلس کې هم پدې اړه رایې واچول شوې چې دسنا مجلس د ۱۱۸ په مقابل کې ۲۷۴ او دپارلمان  د۱۲۲ په مقابل کې  ۴۹۳ غړو داروپایې اتحاد نه د راوتلو په حق کې رایې ورکړې.
داروپایې اتحاد نه دراوتلو لپاره ددې اتحاد د ۵۰ مې مادې له مخې ددې اتحاد او برتانې ترمنځ خبرې رواني دي او داصولو له مخې به دراتلونکي ۲۰۱۹ م کال دمارچ په ۲۹ مې نېټې برتانیه داروپایې اتحاد نه عملا ًراووځي او برتانې ته له نورو اروپایې هېوادونو راغلي ۳ ملیونه اروپایان به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
سره له دې چې په برتانې کې ملت پالو سیاسي ګوندونو ته ډېر مقبولیت ندی په برخه شوی خو بیا هم په هېواد کې دملت پالنې او دنورو په وړاندې دتعصب سیلۍ را الوتی ده او دهېواد په طول او عرض کې داسې ځواکمنې کړئ شته چې دبرتانې نه داروپایانو په شمول دټولو بهرنیانو دویستلو لپاره یې تحریک شروع کړیدی.
حقیقت دا دی چې اروپایې اتحاد دسترګواښ سره مخامخ دی او دبرتانې ترڅنګ ددې اتحاد غړي نور داسې هېوادونه هم شته چې سیکولرزم ته پکې سخت خطر متوجې دی؛ملت پال پکې ورو ورو قوي کېږي؛دبهرنو او خصوصاً دمسلمانو کډوالو پرضد پکې نفرت زیاتېږي او داروپایې اتحاد نه دجدا کېدو غوښتنه پکې دهرې نه بلې ورځې ته قوت مومي.
اوس په اروپا کې دمېشتو بهرنو لپاره دزیات تشویش وړ خبره دا ده چې ملت پالي ګوندونه په انتخاباتو کې هم ډېرې رایې اخلي؛دې ملت پالو ګوندونو تراوسه په کوم هېواد کې اکثریت ندی ترلاسه خو پدې ډګر کې یې سرراپورته کول هم دخطر نه ډکه خبره ده چې کابو ۳ میاشتې دمخه په انتخاباتو کې په ایټالیا کې دفائیو سټار موومنټ نومې ملت پالي ګوند دلوی ګوند په حیث  رامخې ته کېدل ددې تازه مثال دی ؛ داروپایې اتحاد نه دایټالیا راویستل ددې ګوند منشور دی دې ګوند دومره اکثریت ندی ترلاسه کړی چې په یواځې ځان ددولت کابینه جوړه کړي نو ځکه دهېواد دبل ستر ګوند سره اتحاد کولو ته اړ شو.
دیادولو وړ ده چې ایټالیا هم دفرانسې په څېر داروپایې تهذیب مرکز دی؛دا دټولې اروپا څلورم ستر اقتصاداو دجي  ۷  رکن دی.
دواتیکان په شمول دشپږو اروپایې هېوادونو سره ګډې پولې لري؛ایټالیا ۶۱ ملیونه نفوس لري چې په سترو نړیوالو طاقتونو کې شمېرل کېږي؛پلازمېنه روم یې دروما په نوم دتېرو زمانو دنړۍ دترټولو لوي طاقت مرکزي تقطه وه.
رومي تهذیب په نړۍ کې ترډېره خپل نقوش پرېښودل؛بیا همدا روم دټول غربي تهذیب لپاره مرکز و،همدلته عیسوي مذهب دځانګړي تشخص نه برخمن شو او لاطیني رسم الخط هم دهمدې ځای نه ټولې نړۍ ته خپور شو او داروپا نشأة ثانیه هم دهمدې هېواد نه وشو .
دایټالیا ولسمشر سرجیو متیریلا داتحادي ادارې  له لورې دمالي وزارت لپاره دنومول شوي وزیر پاولوسیونا دقبلولو نه انکار وکړ او عذر یې دا وړاندې کړچې پدې سره داروپایې اتحاد نه دایټالیا وتل یقیني کېږي ؛ دولسمشرددې اقدام په نتیجه کې ددولت جوړیدلو کار ودرېدلو؛سیاسي بحران رامنځته شو او خبره دوهم ځلې انتخاباتو ته ولاړه چې شاید ددې کال په وروستۍ میاشت یا د راتلونکي ۲۰۱۹ م په ړومبۍ میاشت کې ترسره شي.
د ۲۸ اروپایې هېوادونو نه جوړ اروپایې اتحاد دپاتې کېدلو زیات حمایت داروپا دوه ستر هېوادونه فرانسه او المان کوي چې دا دواړه هېوادونه دایټالیا دسیاسي بحران دختمولو او دیوې داسې ادارې رامنځته کولو لپاره هڅې کوي چې په اتحاد کې دپاتې کېدو غوښتونکي وي خو ملت پالي وایې چې په راتلونکو انتخاباتو کې به دوئ نور هم په وړاندې ولاړ شي او لازیاتې رایې به ترسره کړي.
نړیوالتوب او لبرالیزم داروپایې اتحاد له لومړیتوبونو څخه دی چې هدف ترې په اقتصادي پرمختګ کې دټولو هېوادونو مرسته کول دي خو دټولو هېوادونو ملت پال بیا ددې خبرې خلاف دي؛دوئ خپل ټول وسایل یواځې دهېواد داصل اوسېدونکو لپاره په کار اچول غواړي چې همدا ددوئ د ډېرو رایو اخستلو یو عمده لامل هم دی.
دیادولو وړ ده چې دروم دبحیرې له لارې ایټالیا ته دراغلو کډوالو شمېر نېږدې ۵ سوه زرو ته رسېږي چې له کم تعداد پرته دوئ ټول دشام کډوال دي.
دکډوالو دنړیوالې ادارې له لورې دخپرو شویو اعدادو ارقامو له مخې دالمان نه پس دبل هر اروپایې هېواد نه په ایټالیا کې  زیات شامي مهاجرین مېشت دي.
ایټالیا په ټولې اروپا کې دیونان نه پس زیات پوروړی هېواد چې دپورونو حجم یې ۲۰۳ ملیاردو یورو ته رسېږي چې داددې هېواد دجي ډي پي ۱۳۲ سلنه ده؛رښتیا دا ده چې دا ددې هېواد د اوسیدونکو لپاره ډېر دتشویش نه ډک حالت دی .
خو ملت پالي چې په ګڼ شمېر کې دشامي کډوالو شتون دقرضونو دزیاتوالي او داقتصادي حالت دخرابوالي لپاره دیو عمده لامل په توګه وړاندې کوي نوپدې کې د مبالغې نه کار اخلي ځکه چې دلته دشامي مهاجرینو دراتلو نه لا ډېر دمخه چې په ۲۰۰۸ م کال کې دنړیوال اقتصادي بحران پرمهال اقتصاد مخ په خرابېدو شو په مسلسل ډول مخ په خرابېدو دی او بیا هیڅ دښه والي پرلور راونه ګرځېدو.
خو لنډه دا چې په ایټالیا کې د مېشتو کډوالو پر وړاندې دنفرت او دنورو کډوالو دراتلو سره مخالفت دکډوالو په اړه ددې هېواد په کړنلارې کې بدلون راوستی نو ځکه څه موده وړاندې دروم دبحیرې له لارې ددې هېواد ترسرحده دمهاجرینو نه ډکې رسېدلې کښتۍ کې دمهاجرینودډېر اوږد انتظار نه پس هم  دولت پرسرحد دکوزېدلو اجازه ورنکړه او کله چې دمرګ دخطر سره ددوئ دمخامخ کېدلو خبرونه رسنیو خپاره کړل نو هسپانې په خپل ساحل دوئ ته دکوزېدو اجازه ورکړه دوه ورځې دمخه یوه بله کښتۍ هم دډېر اوږد انتظار نه پس دایټالیا دسمندري پولو نه په ډېرې ناهیلۍ بېرته راستنه شوه او دهسپانې دولت له لورې دوئ ته هم ځکه هسپانې ته د ورتلو اجازه ورکړل شوه چې دوئ هم دمرګ دخطر سره مخامخ شوي وو .
په المان کې دشامي کډوالو دراتګ سره مخالفت شتون خودالمان مشرې اینګلا مرکل همت وکړ؛دشام کډوالو په وړاندې یې دخپل هېواد او ټولې اروپا دروازې پرانستې او په ټولې اروپا کې داسې هېواد وګرځېد چې له ټولو زیات شامي مهاجرین پکې مېشت دي خو المانیانو د هغې دې کار ته په ښه نظر ونه کتل چې پایله  یې په انتخاباتو کې رامخې ته شوه؛جرمنیانو په انتخاباتو کې هغې ته هغسې رایې ورنکړې لکه څومره چې پکار وې؛ ۷۰ کلونه پس په المان کې په ړومبي ځل ملت پالې نازي ګوند هم په پارلمان کې په چوکیو ګټلو وتوانېد او مرکل یو کمزوري اتحادي دولت جوړولو ته اړ شو.
بل لور ته داروپایې اتحاد په بل ترټولو مهم هېواد فرانسې کې هم داروپایې اتحاد نه دوتلو ناره پورته شویده او دا ناره ورځ تربلې په فرانسوي ولس کې مقبولېږې؛داسې ښکاري چې ډېر ژر به دفرانسې پارلمان کې هم  داروپایې اتحاد نه دراوتلو په اړه خبرې وشي ؛ وروسته به بیا دلته هم دبرتانې په څېر خبره ټولپوښتنېته ولاړه شي او داروپایې اتحاد نه دوتلو لپاره به پدې هېواد کې هم ورو ورو لار برابره شي.
دفراسې نه پس هسپانیه  هم د اروپایې اتحاد یو خورا مهم هېواد دی چې دلته هم ملت پالنې سر راپورته کړی دی؛ د دې هېواد یو خپلواک او اباد ولایت کاتالونیه د دولت پرضد د بغاوت اواز پورته کړی دی؛ د څه مودې راهیسې پکې ډېر ستر لاریونونه ترسره شول چې به پکې لاریون کونکو د هېواد نه خپلواکي غوښتله او ویل به یې چې موږ هسپانیان نه بلکې کاتالونیان یو.
هالینډ چې په اروپا کې یو کوچنی هېواد دی پکې دملت پالنې حرکت زور اخستی دی او داسې ښکاري چې په راتلونکو انتخاباتو کې به ملت پالي دډېرو رایو په اخستلو قدرت ته ورسېږي نو داروپایې اتحاد نه ددې هېواد دوتلو خطر به هم قوي شي.
ددوهم نړیوال جنګ په پایله کې چې اروپا دلویې ځاني او مالي تباهۍ سره مخامخ شوی وه؛داروپا دبیا رغاونې او پرمختګ لپاره دډېرو مشورو او غونډو نه پس اروپایې اتحاد رامنځته شو؛امریکا دې اتحاد ته اوږه ورکړه ؛اروپا اباده شوه؛صنعت یې په پښو ودرېدلو؛دلته اقتصاد وده وکړه چې پکې دنړۍ په سویه ستر اقتصادونه رامنځته شول؛په نړیوال سیاسي ډګر کې دمهم رول ترڅنګ دناټو دنظامي اتحاد په صورت کې دنړۍ په سطحه دستر نظامي ځواک نه هم برخمن شو ؛ اروپایې اتحاد دڅه پاسه تېرو ۶ لسیزو راهیسې دیو کامیاب اتحاد په شکل کې موجود و ؛ داروپایانو ترمنځ ددښمنۍ او نفرت فضا له منځه تللې او دیو والي او خواخوږۍ فضا رامنځته شوې وه چې دبرتانې پرېکړې ددې اتحاد بنسټونه ولړزول او ۸ میاشتې پس چې ترې برتانیه جدا شي نو عملاً به ددې اتحاد ټوټه ټوټه کېدل پیل شي او دا په داسې حال کې ده چې ددې اتحاد لپاره داقتصاد او مهاجرینو دوه سترې ستونزې همداسې لاینحل پاتې دي؛دا دواړه ستونزې به څرنګه حل مومي؟
دبرتانې په شمول ټولې اروپا په دې اړه هیڅ قناعت ښونکی او مربوطه کړنلاره نه ده وړاندې کړې.
د ملیونونو انسانانو د عامه وژنې او لویې ورانۍ نه پس چې په اروپا کې د امن، آبادۍ خوشالۍ او د خپل منځي نفرت او دښمنیو د ختمولو لپاره ۶۰ کاله پخوا د جوړ شوي عمارت بنسټونه اوس د برتانې په لاس ړنګېږي؛ نو په نورو غړو هېوادونو کې د دې کار په اړه افسوس او غصه طبعي ده، خو چې کله د سترو ستونزو د حل نه وړاندې عملاً د دې اتحاد ټوټه کېدل او د پولینډ، رومانیه او چیک په څېر د ګڼو غریبو اروپایې هېوادونو اتباع د برتانې په څېر د بډایو هېوادونو نه وویستل شي؛ نو نفرتونه به نور هم زیات او خبره به بېرته د دوهم نړیوال جنګ نه وړاندې حالت پرلور روانه شي.
https://avapress.com/vdcezo8zfjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته