کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو کې د ولس ګډون ولې کمرنګه او پيکه و؟

7 میزان 1398 ساعت 17:50

ټاکنو کې د ولس ګډون ولې کمرنګه او پيکه و؟


تېره ورځ په هېواد کې د امریکايانو د راتګ راهيسې په تېرو اتلسو کلونو کې د څلورم ځل لپاره ولسمشريزې ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د خلکو ګډون په کې کمرنګه و.
د پلازمېنې کابل په شمول په سترو ښارونو کې د رايې اچونې مرکزونو کې د رايې ورکوونکو کتارونه نه و او د لرې پرتو سيمو وضعيت تر دې هم بدتر و.
د ټاکنو کميسيون ويلي و، شاوخوا نهه ميليونه خلک د رايې ورکولو لپاره په شرایطو برابر دي، د ملګرو ملتونو او نړيوالو بنسټونو څارونکو ډلو ويلي، په ټاکنو کې ۲ ميليونه خلکو ګډون کړی دی، خو ځينې نورې حکومتي سرچينې وايي، د رايې اچوونکو شمېر ۱.۲ ميليونه دي.
د پخوا په پرتله دا ځل د ټاکنو په پروسه کې د خلکو لېوالتيا هم د نشت برابر وه او د ناامنو سيمو سربېره په کابل ښار، باميانو غوندې خوندي ولايت کې د خلکو ګډون د نشت برابر و.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو و کلتور وزير او د کرزي د دفتر رئیس عبدالکريم خرم وايي، د خلکو د پيکه ګډون لامل اساسي علت پر دغې پروسې د خلکو نه باور و.
د کابل پوهنتون استاد او د مسير ورځپاڼې مسؤول مدير اسد وحيدي وايي، د ۱.۲ ميليونه خلکو په رايو د ۳۶ ميليونه خلکو ولسمشري مشروعيت نه لري.
د چارو کارپوه او مدني فعال خیرالله شينواري ويلي، په لسګونو ولسواليو کې د امنيتي ګواښونو له امله ټاکنې نه دي شوي او په ښاري سيمو کې هم د خلکو ګډون کمرنګه و.
ازادي راډيو هم په خپلو راپورونو کې ويلي، د رايې اچونې په ورځ اته سوه مرکزونه تړل شوي وو.
د چارو کارپوه او پوهنتون استاد ذاکر جلالي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د ولس سياسي شعور لوړی شوی او د ټاکنو پر ځای يې سولې ته رايې ورکړه.
طالبانو هم له ټاکنو وړاندې په خپلو تکراري اعلاميو کې له خلکو غوښتي وو، چې د ټاکنو مرکزونه او کارکوونکي د دوی د بریدونو هدف دي او خلک بايد له دې پروسې لرې وګرځي.
طالبانو دا ټاکنې جعلي، د جګړې د دوام او د سولې د له منځه وړلو لامل بللې وې.
داسې ښکاري، چې ولس په روانو حالاتو کې سوله تر ټاکنو غوره بولي، د ټاکنو پروسه يې د هېواد په ګټه نه ده بللې، له همدې امله يې د ناامنو سيمو سربېره د باميانو په څېر خوندي سيمو کې هم په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی او د ۱.۲ ميليونه وګړو ګډون به هېڅکله د ولسمشر د ټاکلو مشروعيت ونه شي لرلی.


د مطلب کود: 192327

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/article/192327/ټاکنو-کې-د-ولس-ګډون-ولې-کمرنګه-او-پيکه

آوا
  https://www.avapress.com