کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ملا برادر څخه د ځینو طالب مشران ویره

10 میزان 1398 ساعت 10:28

ملا برادر چې ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان د ای ایس ای له لوری ونیول شو اته کاله یې د پاکستان په زندان کې تیر کړل.


ملا برادر چې ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان د ای ایس ای له لوری ونیول شو اته کاله یې د پاکستان په زندان کې تیر کړل.
داسې هم ویل کیدل چې د پاکستان ګټو ته وفاداره طالبانو له پاکستان غوښتل چې ملا عبدالغنی برادر خوشې نه کړی، ځکه طالبانو داسې انګیرله چې ملا برادر د سولې پلوی دی او که زندان خوشې شی، د دوی حضور او اغیز کمیږی او ممکن جګړه پای ته ورسیږی.
له کلونو زندان وروسته ملا غنی برادر خوشې شو، دا چې پاکستان د کومې ژمنې په اساس خوشې کړ او قطر ته لاړ، دا مالومات به استخباراتو سره وی، خو دا ښکاره ده چې له خوشې کیدو سره یې ځینې طالب مشران اندیښمن شوی دی.
ملا غنی برادر چې قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر دی لس میاشتې له خلیلزاد سره خبرې وکړې او دا خبرې بلاخره د افغان حکومت په هڅو بې پایلې شوې، د دې لپآره چې د دې خبرو پایله د افغانستان او افغانانو په خیر نه وه.
یو لامل دا و چې خلیلزاد او ملا غنی برادر موقت حکومت جوړیدو باندې ټینګار درلود چې اوربند به کیږی، لنډ مهالی حکومت به رامنځ ته کیږی او همدا حکومت به بیا ګډ حکومت رامنځ ته کوی.
افغان حکومت او ویښ افغانانو د دې دسیسې مخه ځکه ونیوله چې جمهوریت په خطر کې و، د افغانانو ګټی او حقوق په جمهوریت کې خوندی دی او له دې هیڅکله نه تیریږی.
د موقت حکومت ډنډور د طالبانو په لیکو کې هم وې، او په دې تړاو جنګی ډلو مخالفت کو، له دې کبله چې جنګی ډلو سره د سولې د خبرو هیڅ جزیات نه و شریک شوی چې طالبان په کوم امتیاز او کومو شرایطو اوربند کوی او سولې ته ځی.
دا کیسه وروسته له هغې ډاګیزه شوه چې د کویټې شورا ته د ملا قیوم ذاکر لیک جزیات رابرسیره شول.
قیوم ذاکر په یو لیک کې څه وخت وړاندې ملا هبیت الله ته لیکلی چې ملا عبدالغنی برادر یو قدرت طلبه کس دی او د موقت حکومت پر سر یې ځکه خلیلزاد سره هو، کړې چې دا (برادر) به یې مشری کوی.
طالبان هر کله د مشرۍ پر سر جنجال لری او عمده لامل دا دی چې د طالبانو جنګی ډلو قومندانانو ته په دې برخه کې د رای حق نه ورکوی، د طالبانو لپاره څو مشران ای ایس ای ټاکلی او هغه ډلې چې مخالفت یې کوی، بیا یې پرضد اقدام کوی، یا بندې کیږی او یا وژل کیږی.
له همدې کبله ډیر طالب قومندانان د مشرانو ټاکنه کې خبرې نه کوی، ځکه سر یې په خطر کې وی، خو ځینې طالب قومندانان چې جنګی زور لری، بیا جنجال راپورته کوی او ټاکنه کې ملاحظات لری.
ملا قیوم ذاکر چې د طالبانو په لیکو کې یو پیاوړی کس یادیږی، اندیښنه لری چې ملا برادر د یو داسې څه په لټه کې دی چې د طالبانو د اهدافو خلاف دی، له همدې کبله یې خپله اندیښنه له ملا هیبت الله سره شریکه کړې وه.
دا هم له حقیقت لیرې نه ده چې ملا هیبت الله نور د پآکستان لپاره اکسپایر شوی وی، ځکه یې جومات کې پرې ځانمرګی وکړ، او دا ځانمرګی برید د طالبانو په مشرۍ کې د جنجالونو له کبله دی چې ملا هیبت الله له مخې پورته کړی.
تازه ځینو پآکستانیو رسنیو د سرچینو له قوله لیکلی و چې د کویټې د کوچلاک د جومات په ځانمرګی برید کې ملا هیبت الله د سختو ټپونو له کبله یو پوځی روغتون کې مړ شوی دی، خو دا خبر طالبانو نه دی تایید کړی.
که هیبت الله مړ وی، ښکاره ده چې طالبان بیا د مشر پر سر یو اختلاف باندې اوړی، ځکه ملا برادر سره ډیر جوړ نه راځی او بل داسې مشر نه لری چې طالبان پرې راټول شی.


د مطلب کود: 192430

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/article/192430/له-ملا-برادر-څخه-د-ځینو-طالب-مشران-ویره

آوا
  https://www.avapress.com