دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 192654
د اهل تسنن په روایاتو کې د مهدویت حدیثونه (لومړی برخه)
خدای تعالی هغه کسانو ته چی ستاسو څخه ایمان راوړي او صالح اعمال ترسره کړي دی وعده ورکړی چی هغوی په یقین سره د ځمکې خلیفه کړی، لکه څنګه چی هغوی مخکی خلګ ته ځمکې پرمخ خلافت ور وبخښل، او هغه دین او آیین چی هغوی لپاره ټاکلی دی پرځای کړی، او هغوی بیم او بیره په امنیت او آرام تیا باندی بدل کړی، داسی کیږی چی یواځی ما عبادت به کوی، او زما سره به کوم شریک ونه نیسی، او هغه کسان چی هغوی وروسته کافر شی هغوی فاسق دی.
خدای تعالی هغه کسانو ته چی ستاسو څخه ایمان راوړي او صالح اعمال ترسره کړي دی وعده ورکړی چی هغوی په یقین سره د ځمکې خلیفه کړی، لکه څنګه چی هغوی مخکی خلګ ته ځمکې پرمخ خلافت ور وبخښل، او هغه دین او آیین چی هغوی لپاره ټاکلی دی پرځای کړی، او هغوی بیم او بیره په امنیت او آرام تیا باندی بدل کړی، داسی کیږی چی یواځی ما عبادت به کوی، او زما سره به کوم شریک ونه نیسی، او هغه کسان چی هغوی وروسته کافر شی هغوی فاسق دی.
خدای تعالی په دی آیه ۵۵ د سوره نور(۲۴) څخه په صراحت سره صالح مومنانو ته بشارت ورکړی دی چی په نتیجه کې به د ځمکې پر سر حکومت په لاس کې واخلی، او اسلام دین به پراخ او عمومتیا پیدا کړی، او ناامنی او وحشت به په آرامتیا او امنیت باندی بدل شی، شرک د ټول نړۍ څخه ټولیږی، او د خدای بندګان په آزادی سره د یو خدای عبادت ته ادامه ورکوی، او ټولو په نسبت حجت پای مومی داسی چی نور که وروسته کافر شی، د فاسقینو څخه به وی.
همدا رنګه په قرآن کریم کې فرمایی:   او هر آینه مونږ  په زبور کې د ذکر وروسته ولیکل چی البته زما صالح بندګان به د ځمکې وارثین شی.
دا آیه ۱۰۵ د انبیاء(۲۱) سوره څخه هم د الهی حتمی بشارت څخه خبر ورکوی چی صالح خلګ به د ځمکې وارثین شی. دا آیه خبر ورکوی چی یو. وخت به ټول ځمکه او قاری او ټول سیمی او معادنونه د خدای نیکو بندګانو په لاس کې وی.
په بل آیات کې هم همداسی فرمایی:
او اراده مو وکړ چی هغه کسانو باندی چی په ځمکه کې ضعیف او ذلیل ساتل شوی دی منت ورباندی وکړو او هغوی د ځمکې پیشوایان او وارثین وټاکو.
سوره قصص(۲۸) ۵ آیه که څه هم دا مهم پیښه چی خدای تعالی وعده ورکړی شوی دی د پیغمبر  په وخت کې او وروسته په نسبتآ پراخ توګه د نړۍ مسلمانانو لپاره رامنځته شوی او اسلام چی یو ورځ د دښمنان و په چنګال کې ګرفتار وو چی پراختیا مخه یی نیول کیدل، او مسلمان دائمآ په بیره او وحشت کې ژوند تیروله، په نتیجه کې د عرب جزیره څخه د نړۍ نورو برخو ته پراختیا ومونده او د دښمنان  په ټولو جبهو کې ماته وخوړله؛  خو په دی حال کې اسلام نړیوال حکومت چی ټول نړۍ کې پراختیا ومومی او شرک او بت پرستی په کلی توګه له منځه لاړ شی او امنیت او آزادی او خالص توحید په ټول ځایونو کې خپور شی، تراوسه نه دی رامنځته شوی. نو باید د رامنځته کیدو لپاره یی صبر وکړو. دا امر به د متواتره روایتونو په اساس د (مهدی علیه السلام) قیام په عصر کې به رامنځته شی.
په دی اړه د پیغمبر  څخه ډیر حدیثونه اهلسنت او تشیع اسلامی بیلابیلو فرقو اسلامی معروف کتابونو کې راغلی دی. ځینی اسلامی پوهان د حضرت مهدی ع په اړه خاص کتابونه ولیکل، ځینی پوهان او اسلامی مشران خپل لیکنو کې تصریح کړي چی مهدی ع پوری اړوند حدیثونه متواتر دی او هیڅ د انکار وړ نه دی.
صحاح ستّه شپږګون صحیح کتابونه، اهل سنت ته ترټولو نږدی حدیثونه دی چی د قرآن کریم وروسته مهم دینی منابع دی چی اهل سنت سره شته او اهل سنت علماوو له لوری مطالعه او ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. دا کتابونه عبارت دی له:
  • صحیح بخاری
    صحیح مسلم
    سنن ابوداود
    سنن ترمذی
    سنن نسائی
    سنن ابن ماجه
په صحاح سته کې دوه ډول حدیثونه مهدویت موضوع په اړه موندل کیږی: د ځینو حدیثونو څخه مهدویت موضوع په کلی توګه ورڅخه استنباط کیږی او بله طایفه، خاص حدیثونه دی چی یواځی مهدی موضوع باندی د تطبیق وړ دی.

مهدویت عام حدیثونه په صحاح سته کې


حدیث ثقلین

یو د حدیثونو څخه چی د ټولو اسلامی فرقو قبول دی ثقلین حدیث دی. دا حدیث چی د حدیثونو ترټولو معتبر کتاب کې مطرح شوی دی، نږدی ۴۳ تنه پیغمبر  صحابه یی نقل کړی دی او تاریخ په اوږدو کې په ډیرو سرچینو کې ذکر شوی دی. ځینو نقلونو مضامین توپیر لری، خو اصل مطلب یو دی او هغه د پیغمبر  وصیت او سفارش خپل امت ته د قیامت ورځی پوری دی چی د ثقلین څخه به لاس نه اخلی او نه ګمراه کیږی.

د حدیث متن

  1. مسلم خپل صحیح حدیث کې د زید بن ارقم څخه نقلوی:
یو ورځ رسول الله ص د مکه او مدینه ترمنځ (خم) په نامه یو ځای کې ودرید او حاضر جمعیت ته خطبه وفرمایل. په هغه خطبه کې د حمد او الهی ثنا وروسته داسی وفرمایل: ای خلګو! زه هم یو بشر یم او نږدی دی چی ددی نړۍ څخه لاړ شم. زه، ستاسو ترمنځ دوه ارزښتناکه څیزونه پریږدم: لومړۍ د خدای تعالی کتاب! ونیسی او مه پریږدی. پیغمبر  خدای کتاب باندی ډیر سفارش کړی دی او وروسته خلګ ورباندی عمل باندی رابللی دی. وروسته وفرمایل: او زما اهل بیت. تاسو ته سفارش کوم چی زما اهل بیت په حق کې او دا جمله دری ځلې تکرار کړ.
 
https://avapress.com/vdccpiqs02bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته