دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 193587
حسینی اربعین؛ عاشورا پیاوړۍ غږ

 
 
عاشور رامنځته شوه ترڅو حق د باطل او عزت د ذلت څخه مشخص شی او مستضعفین د مستکبرین د سلطه څخه ووځی او د ظلم او ستم دستګاه د اسلام او انسانیت ښار فضا څخه وپیچل شی او علوی عدالت مکتب حاکمیت تحقق پیدا کړی.
دا لویه پيښه په یو پيړۍ او یو نسل په منځ کې رامنځته شوه او ددی لیپاره دا چی عاشورا خظ مشی عزت راتلونکې نسلونو کې پاته شی ، یو پیاوړۍ رسنۍ او غږ ته اړتیا درلود ترڅو کربلا پیغام نړۍ ته معرفی کړی او دا رسنۍ د هر نسل لپاره پاته شی.
د عاشورا لومړۍ غږ او بلندګو، ځينی اسیر ښځو او کوچنیانو څخه د امام سجاد(ع( او زینب کبری(س) په مشری وو چی اسارت او زنځیر کې خو شجاعت او عظمت او منطق سره بیده شوی نسل راپورته کولو لپاره ستم دستګاه لاندی ولاړ او امام حسین ع قیام مقصد او هدف او ماهیت تعریف کړ چی د امام سجاد او زینب کبری غږ نتیجه، د عاشورا تیریدنه د یو پیړۍ او یو نسل څخه بل نسل او راتلونکې ته ده چی نن په اړه یی خبری کوو.
نن د هغه عاشورا څخه خبری کوو چی ۱۴ پيړۍ ورڅخه تیریږی او بیا هم، عاشورائیان یواځی نه بلکه بشریت عاشورا پیغام ته اړتیا لری ترڅو خپل فکر او ژوند لاره وټاکی او د عاشورا پیغام څخه درس اخیستلو یو لاره، حسینی اربعین دی. ځکه حسینی اربعین خپله عاشورا غږ دی او کربلا انقلاب پیاوړۍ رسنۍ دی چی د عاشورا څخه خبری کوی او عاشورا نړۍ او بشریت ته تفسیر او تبیین شی.
بناپردی، نړۍ آزادګان رهبر حسین بن علی په میلیونونه عاشقانو حضور چی د جوړشوی او بی اساس سدونو څخه تیر شوی او قوم پرستی او نژاد ګرایی او سمت غوښتنه تر شا کړي او هیڅ ډول مصنوعی کشش او تعلق نه دی توانیدلی مخه یی ونیسی، د پام وړ ځای دی چی څنګه دومره ډیر جمعیت په دی لویتوب سره یوځای کې راټول شوی ترڅو هم غږی شی او د لبیک یا حسین او هیهات من الذله غږ پورته کړی؟
داځای دی چی کولای شو د اربعین څخه د عاشورا رسنۍ په حیث د عاشورا زده کړو څخه پوه شو او په دی پوه شو چی څنګه دا پیښه رامنځته شوه او تاریخ په لاره کې همداسی پاته دی؟
هغه پیښه چی ټول خلګ د نړۍ څخه د بیلابیلو قومونو او مذاهبو او دینونو او بیلابیلو هیوادونو څخه واحد سیمی باندی په حرکت راشی؛ دقیق او صحیح پیژندنی ته اړتیا لری ترڅو په اساسی توګه تعریف او تفسیر شی او بشر لپاره ارائه شی. د همدی لپاره باید امام حسین ع خطط مشی او شخصیت چی د کربلا انقلاب اساس ایښوونکې دی او عاشورا مکتب موسس دی د سره وپیژندل شی او تجزیه او تحلیل لاندی قرار ونیول شی چی امام حسین څنګه شخصیت دی چی تاریخ خاص وخت کې طلوع کړي او لنډه مده کې دا شخصیت وتوانیدل د تعلیم او تربیت مرحلو څخه تیر شی او خپله د یو معلم او مدیر او رهبر په شان پخته کار شی او د بیده خلګو او مستضعفانو راپورته کېدو لامل شی.
که نن د نړۍ بیلابیلو سیمو څخه فقیر، کارګر، بډای، پياوړۍ، سیاستمدار، دینداره او بی دینه او... کربلا لوری ته قدم ایښی ترڅو اربعین لوی راهپیمایی سره یوځای شی؛ د امام حسین ع جذابیت او ارزښت او هدف او عظمت او اصالت شکاره کوونکی دی.
حسینی اربعین شکوه داره راهپیمایی، نړیوال استکبار رسنیو تبلیغاتو په وړاندی پیاوړۍ رسنۍ دی. استکبار خپل هڅه وکړه ترڅو د خلګو مخه اربعین کې ګډون لپاره ونیسی، بریالی نه شو او بلکه نور هم حسینی اربعین لویه شوی.
خو هغه څه چی مهم دی یواځی حسینی اربعین ظاهری حضور نه دی بلکه اربعین کې امام حسین پلویانو پوه ګډون دی ترڅو کربلا کې حضور سره عاشورایی فکر وکړی او حسین وار ژوند وکړی.
ځکه ظالم او قاتل او جنایت دستګاه د عاشورائیان شعور څخه بیره لری نه حسینیانو شور څخه.
اربعین د یو رسنۍ په حیث، عاشورا مبلغ او رسنۍ پیغام نه دی بلکه د عاشورائیانو حیات او حرکت عامل هم دی او دا خپله د یو رسنۍ قدرت شکاره کوی.
ځکه هغه رسنۍ چی خلګو ته پوهه ورنه کړی او بیده شوی راپورته نه کړی؛ رسنۍ نه دی.
https://avapress.com/vdcivpazyt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته