دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 195002
د امريکا ټاکني؛ هیلري کلېنټن بيا له ټرمپ سره ټانتۍ چيچي
د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کي د امریکا او د نړۍ ډېری خلک باوري وو چي نور د یوې ښځي د ولسمشر کيدو وخت رارسېدلی او دا مېرمن هیلري کلېنټن وه. ټولو د امریکا د سیاست د شیشه يي بام د ماتېدو خبري کولې خو هیلري کلېنټن له داسي چا ماته وخوړه چي ټاکنو ته یې په ورتګ ملنډي وهل کېدلې.
ډونلډ ټرمپ د ملیونونو کسانو له بې باورۍ سره بریالی په سپینه ماڼۍ ورننوت. خو د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیري د زړه د ډاډ له پاره هغې د ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کي له خلکو ډېري رایي اخيستي وې، خو ښاغلی ټرمپ د ټاکنیز کالج د اړین نصاب په تر لاسه کولو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان سو.
خو اوس د دې هيواد د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنو ته کابو یو کال پاته دی، جمهوري پال ګوند د کاندیدۍ له پاره له ډونلډ ټرمپ پرته بل انتخاب نه لري او داسي ښکاري چي د نوموړي د استیضاح طرحي په پاته راتلو سره له جمهوریپالو کوم بل کس د نوموړی مقابل کي ودرېږي.
خو بل پلو سیاله ډله- د امریکا ډیموکراټ ګوند کي- تر اوسه پوره معلومه نه ده چي څوک به وروستی ګټونکی وي. دې ګوند کي ځیني لوري په ځانګړې توګه ځیني مالي ملاتړي یې اندېښمن دي چي اوسني نوماندان “پوره ځواکمن” نه دي. ښايي په دې لامل دې ورځو کي دا ګنګوسې اورېدل کيږي چي د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د دې هيواد پخوانۍ لومړۍ مېرمن هیلري کلېنټن ښايي بیا، خو ډېر په ځنډ دې سیالیو ته راودانګي. نوموړي ویلي، هغه وخت د ټاکنو ډګر ته راوځي، چي ډاډه سي ډونلډ ټرمپ ته ماته ورکولای سي. خو مېرمن کلینټن داسي کومه هڅه هم نه ده کړې چي په اړه یې دا اوازې پای ومومي.
د ورمونټ سناتور برني سنډرز- چي د ۲۰۱۶ میلادي کال په ټاکنو کي د هیلري کلېنټن سخت سیال و او دې څو کلونو کي یې ګوند له منځلارۍ کیڼ لور ته بېولی- هیله من دی چي تېره “حماسه ” به تکرار کړي. هغه دې وروستیو کي د ولسي جرګې د ډېر ملاتړ لرونکي ډیموکراټ سوسیالېست الکساندریا اوکاسیوکورتز ملاتړ هم خپل کړی دی. د بارک اوباما مرستیال جوبایډن چي د ګوند ځواکمني کړۍ یې ملاتړ کړی، ځان یوازنی کس بولي چي ډونلډ ټرمپ ته ماته ورکولای سي.
سناتور الیزابت وارن هم د ډیموکراټ ګوند هغو درو مهمو کاندیدانو کي یوه ده چي په بیا بیا له ښاغلي ټرمپ سره ښکېله سوې او ګام په ګام یې ځان په اصلي نوماندي بدل کړی دی. د ډیموکراټ ګوند د ځینو مخکښو پوهانو په باور ښاغلی سندرز او مېرمن وارن له اندازې ډېر چپ یا لیبرال دي او په دې دلیل دوی باوري دي چي دا کسان د ښاغلي ټرمپ د ماتولو له پاره له خلکو په تېره دودیزو سیمو او سانتنپالو کي ډېري رایي نه سي ترلاسه کولای. په دې منځ کي نور کسان هم له ډیموکراټیک ګوند د نوماندېدو په تمه دي. له ځوان ښاروال پیت بودجج نیولی ان د کالیفورنیا ایالت سناتور کاملا هریس پوري. خو د نظر پوښتنو له مخي ښايي دوی ښه بخت و نه لري.
د ډیموکراټ ګوند کړۍ د مېرمن کلېنټن د نومانېدو خلاف نه دي. دوی یې له خلکو سره پېژندګلوۍ او د یو ځل نوماندۍ تجربې او له ډونلډ ټرمپ سره مقابلې ته اشاره کوي او په دې باور دي چي تېري تجربې ته په پام اغلې کلېنټن د ډونلډ ټرمپ د ماتولو له پاره تر ټولو ښه نومانده کېدلای سي. دا کړۍ چي تر ډېره جوبایډن ته ډېر هیله من وو، په مناظرو کي یې مایوسوونکو چارو او مالي مرستو ټولول یادوي او په دې دلیل هیله من دي چي بل کس نوماند سي.
دا اندېښنه هم سته چي د ښاغلي ټرمپ د استیضاح دوسیې سره د ښاغلي بایډن د زوی تړل کېدل ممکن د نوموړي په ضرر تمام سي.
https://avapress.com/vdccxpqsi2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته