دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 211742
طالبان له خدای ډار نه لري، له امریکا یې لري/سېدعبدآلله پاچا
له هغې ورځې چې امریکا او طالبانو د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ، د امریکا پروړاندې د طالب وسله والو لاسونه وتړل شول او د جګړې هغه شعار بند شو چې د اشغال لپاره کاریده. ډيرو فکر وکړ چې اوس خو د جګړې لپاره د طالب پلمه هم ختمه شوه او ممکن جګړه پای ته ورسیږي او یا ډيره کمه شي، خو داسې و نه شول، طالبانو واک ته د رسیدو لپاره یوه بله جګړه د افغانانو پروړاندې پيل کړه چې د تړون وروسته یې شاوخوا ۵ زره افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې. له تړون وروسته د طالبانو کردار او جګړه کې یو ښکاره توپير راغی چې ویلی شو، طالبان له خدای ډار نه لري، خو له امریکا یې لري.

طالبان د دې لپاره چې امریکا سره شوې هوکړه کې یې سرغړونې ثبت نه شي، افغانان وژني، خو مسوولیت یې نه مني.
ډيرو هغو سیمو کې چې طالبان فعالیت لري، د ماین چاودنه کوي، هدفي وژني کوي، قتلونه کوي، خو مسوولیت یې نه مني.
طالبانو به پخوا د دې ډول پېښو مسوولیت په ویاړ سره اخیسته او قربانیان به یې جاسوسان بلل، خو اوس د امریکا له ډاره یې مسولیت نه مني چې داسې نه شي امریکا له شوې هوکړې پښيمانه شي.
لوګر کې تاسو ولیدل چې د یکشنبې ورځ یې محمداغي ولسوالۍ کې دوه میرمنې په ډزو ووژلې، د سیمې خلک لیدلي و چې دا دوه میرمنې د طالبانو د وسله والو له لوري ووژل شوې او دواړه کسان په موټر سایکل له سیمې وتښتیدل.
له دې څو ورځې وړاندې یې میدان وردګ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي یو غړی د کورنۍ له درې نورو غړو سره شهید کړ او مسوولیت یې و نه منه.
د دوشنبې شپه ماخوستن یې د کاپيسا په مرکز کې د لمانځه پر مهال یو کس په شهادت رسولی دی.
همداسې لویدیځه او جنوبي حوزه کې هم هدفي وژني کیږي، شمال ختیځ او ختیځ ولایتونو کې هم د افغانانو قتل عام د طالب وسله والو له لوري دوام لري، خو په دومره توپير چې طالبان یې مسوولیت نه مني، او د مسوولیت نه اخیستو وجه دا ده چې طالب له امریکا ډار لري.
طالب واک ته د رسیدو لپاره له هر وحشت او دهشت کار اخلي او په دې لار کې له خدای هیڅ ډار نه لري،طالبانو چې خپله کرایي قاتلین دي، کرایي قاتلین یې استخدام کړي او هره ورځ خلک په نښه کوي.
قران کریم کې راغلي چې د یو انسان قتل د ټول عالم قتل دی، حدیثو کې هم د انسان قتل باندې سخته نفې رااغلي، خو طالب له قران او احادیثو باغي د افغانانو قتل ته توجیې لټوي او له تیرو شل کلونو راهیسې یې وژني.
طالب پخوا خلک په دې تیرویستل چې ددوی هدف واک نه دی او یواځې د اشغال ضد مبارزه ده، خو کله چې اشغالګرو سره هوکړه وشوه، بیا یې ویل چې اوسنی نظام باید نه وي او دوی باید واک ترلاسه کړي.
خو یو څه چې روښانه دي، هغه دا چې افغانستان د شل کالو مخکې افغانستان نه دی او نه افغانان د شلمې پيړۍ افغانان دي، اوس هر څه بدل شوي، ان فکرونه هم، هيڅکله به بیرته هغه طالبانیزم ته ستانه نه شي چې عوام مخکې او طالب ورپسې په ډانګونو یې ووهي.
https://avapress.com/vdcc0sqii2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته