دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 212120
طالبان بریدونه کوي، خو مسوولیت نه مني

له خلکو سره اندیښنې دي، که په افغانستان کې د طالبانو د جګړې له کمښت او اوربند سره بیا هم د خلکو قتل عام دوام لري، نو بیا سوله د څه لپاره؟
سوله د جګړې د پای لپاره کیږي او افغانان تیار دي چې په هر قیمت یې ترلاسه کړي، خو که سولې سره جګړه نه ختمیږي، بیا طالب او ډله یې په دوه افغانۍ هم نه ارزي.
طالبان اوسمهال په افغانستان کې د ډيرو کمو بریدونو مسوولیت مني او د زیاتو بریدونو له مسوولیت اخیستو ډډه کوي، بلکې برعکس یې غندي هم، نو که داسې وي چې بریدونه طالبان نه کوي او نورې ډلې شته چې ترهګري او تاوتریخوالی دوام پيدا کوي، نو سوله د څه لپاره؟
د افغانستان د ملي امنیت شورا مالومات ښيي چې ‎طالبانو د کوچني اختر د اوربند او بیا تر هغه وروسته د هیواد په کچه د افغانانو خلاف تاوتریخوالی زیات کړی دی.
د مالوماتو له مخې، ‎په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو په هیواد کې ۲۲۲ ترورستي بریدونه کړي، چې له امله یې ۴۲۲ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ټپیان شوي دي.
په همدې موده کې د طالبانو په بریدونو کې دغه راز ۵۱ واړه او متوسط پلونه او پلچکونه الوځول شوي او ۱۶ سړکونه ویجاړ شوي دي.
دوی د افغانانو خلاف په تاوتریخوالي کې د جوزجان ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو ایستلو ته اړې کړي او له کورونو یې د مورچلونو په توګه ګټه پورته کوي.
په همدې ترتیب د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو، مخورو، مشرانو او دیني عالمانو هدفي وژني هم جاري ساتل شوي او ټولګټو تاسیساتو ته ضرر رسونې هم دوام پیدا کړی.
دې ته په پام سره معلومه ده، چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، د ولسي وګړو ژوند او ملکي تاسیساتو ساتني ته یې اعتنا نه ده کړې او د سولي راتګ ته لازمو عملي اقداماتو کې پاته راغلي.
طالبانو دا تاوتریخوالی په داسي حال کې کړی، چې افغان دولت د دایمي او سرتاسري سولې د راتګ لپاره د اوربند او اورکم مودې ته پوره احترام کړی، په مساجدو، مکاتبو، روغتونو او نورو ټولګټو تاسیساتو کې یې د طالبانو پر غونډو، د بریدونو پر پلانونو او نورو ورته تجمعاتو برید نه دی کړی، ولسي وګړي او ملکي تاسیسات یې خوندي کړي او د زندانیانو د خلاصون لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.
افغان حکومت خپله اراده د سولې برخه کې ښودلې، له اوربند نیولې، بیا د زندانیانو تر خوشې کیدو پورې افغان حکومت اقدامات وکړل، خو طالبانو یې په بدل کې برعکس د خلکو وژلو لپاره نوې تکتیکونه پيدا کړل.
سولې ته د رسیدو لپاره تاوتریخوالي کمول اړین دي او تاوتریخوالی هر کله کولی شي د سولې خبرې سبوتاژ کړي.
افغانان سوله غواړي، داسې سوله چې جګړه ورسره پای ته ورسیږي او باعزته وي، که سوله د یوې بلې جګړې پيل وي، افغانان یې په لږ قیمت هم نه غواړي.
 
https://avapress.com/vdcdxx0xzyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته