دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 212245

د افغانانو حافظې به د زیاتو پېښو، جګړو، فقر او نور ستونزو له کبله کمزورې او ژر هیریدونکي وي، خو د طالبانو جنایت یې هیڅکله نه هیریږي.
پخوا که به کومو ډلو وحشتونه او جنایتونه وکړل، رسنیو ته لاس رسۍ او عصري ټکنالوجي نه وه چې حافظو ته یې سپارلی وی.
خو اوس هر څه د خلکو د حافظو تر څنګ د انټرنیټ نړۍ کې پراته دي او هر یو یې د طالب د جنایتونو کیسه لري.
طالبانو اتلس کلونو کې د خپلو حوسونو او پردیو ګټو لپاره زرګونه افغانان قرباني کړي او نوم یې پرې د جاسوس ایښي دی.
دا به خلک هیر نه کړي چې طالبانو د افغانانو نسل کشي کړې او په ډله ییز ډول یې په یوه او بله پلمه وژلي دي.
د طالبانو له دې جنایتونو سربیره خلک مجبور شوي چې نور د جګړې پروژه بنده او وینه تویدنه بنده شي، له همدې کبله غواړي چې طالبان سوله وکړي او نور په یوه او بله پلمه د خلکو وینه توی نه کړي.
د طالبانو په جنایتونو باندې فلمونه جوړ شوي، هغه جنایتونه چې طالبانو یې مسوولیت منلی، که طالبان د هغې حساب ورکړي، هم هیڅ به یې ازاد ژوند و نه لري.
د طالبانو جنایتونه تاریخ لیکلي چې د جهاد او اسلام په نامه یې واک ته د رسیدو لپاره څومره خلک قرباني کړي دی.
که طالب سوله وکړي، عمومي عفوه به د مصلحت له مخې اعلان شي، خو طالب به هیڅکله د افغانانو له لوري و نه بښل شي.
تاسو ولیدل چې تر طالبانو وړاندې کورنیو جګړو کې د جنایتونو مرتکبین که عمومي عفوه کې بښل شوي او محاکمه نه شول، خو خلکو یې ظلمونه او جنایتونه نه دي هیر کړي او نه یې دي بښلي.
طالب، هم همداسې دی، نړیوال او د افغانستان قوانین به یې وبښي، خو خلک یې هیڅکله نه بښي، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې د طالب د پروژه يي جګړې قرباني دی.
که پوښتنه وشي، د افغانستان په هره سیمه، یا هره کورنۍ د طالبانو د جګړې قرباني ده او د کورنۍ یو غړی يې له لاسه ورکړی دی.
طالبانو جګړه د اشغال پرضد پلمه باندې وکړه، خو اوس مالومه شوه چې دا جګړه د واک جګړه وه، ځکه کله چې له اشغالګرو سره طالبانو هوکړه وکړه، طالبانو پر افغانانو بریدونو ته زور ورکړی، هره ورځ واک ته د رسیدو لپاره جګړه کې لسګونه افغانان قرباني کوي او دا لړۍ یې جاري ساتلې ده.
طالبانو ته اوس د جګړې پلمه نه ده ورپاتې، اوس د شرعي نظام د رامنځ ته کیدو په پلمه جګړه کوي، په داسې حال کې هغه نظام یو دیکتاتوري نظام و چې ډيرې برخې یې له اسلام سره په ټکر کې وې.
ښه خبره دا ده چې له طالبانو سره اوس نه امریکا او نه نوره نړۍ د طالبانو امارت مني، که طالب سوله کوي، جمهوریت به دوام کوي او طالب مجبور دی چې له خلکو او نړۍ له غوښتنو سره سم عمل وکړي.
طالب دې خبر وي چې افغانستان او ټولنه یې اوس ۹۹یمو کلونو نه دي، اوس ټولو د جمهوریت مزه لیدلي او هیڅکله نه غواړي چې شاتګ وکړي.
 
https://avapress.com/vdcba5b5srhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته