دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 212783
غني د رسنیو له لوري د فساد په اړه د خپرو شویو ادعاوو د پلټنو امر وکړ
ولسمشر غني د هغه ادعاوو په اړه د پلټنو امر کړی چې وايي، له کرونا ویروس سره د مبارزه لپاره ځانکړې شوې بودیجه کې پراخ فساد شوی دی. د پژواک خبري آژانس او د هشت صبح ورځپاڼې دوه جلا رپوټونه خپاره کړي، او ویلي چې هېواد کې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې پېسې او طبي وسایلو کې پراخ فساد شوی دی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل توېټر لیکلي چې جمهور رئيس د رسنیو له لوري د دا ډول څېرنیزو رپوټونو له خپرېدو څخه د هرکلي ترڅنګ ژمنه کړې چې دې برخه کې د احتمالي پړ کسانو پر وړاندې په جدي اقدام وکړي.
تېره اونۍ هشت صبح ورځپاڼې په یو رپوټ کې وویل، داسې اسناد یې موندلي چې ښيي هېواد کې کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه کې پراخ فساد شوی دی.
راپور کې ویل شوې چې یو شمېر ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې طبي وسایل د بازار نرخ په پرتله خورا په لوړه بیه اخیستل شوي دي.
همداسې پژواک خبري آژانس هم ویلي  چې یو شمېر داسې اسناد یې موندلي چې ښيي افغانستان سره د بهرنیانو مرسته شوې ۳۲ د مصنوعي تنفسي الې پاکستان ته قاچاق شوي دي.
که څه هم عامې روغتیا وزارت د پژواک یاد خپور شوی راپور رد کړ، خو یاده رسنۍ ادعا لري چې یو شمېر غږونه او انځورونه یې موندلي چې د خپل د راپور د رښتینوالي څرګندوي کوي.
د ولسمشر غني ویاند ویلي چې اړوندو ادارو ته امر شوی چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د رسنیو لخوا د خپاره شویو رپوټو په اړه پلټنې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcivrarpt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته