خوښ ديک ۰

داسې حالت چې نه مړه وو، نه ژوندي

دا هیله‌مندي په دې بنیاد راټوکېدلې چې ویل کېږي د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر سر شته اختلافات حل شوي او هېڅ دلیل نه‌لیدل کېږي چې دا خبرې اترې دې نورې وځنډول شي. د راپورونو پر بنیاد، حکومت او طالبانو د شاوخوا ۲۰۰بندیانو د خلاصون پر سر ستونزه درلوده؛ هغه بندیان چې د حکومت په وینا په تر ټولو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود. د حکومت استدلال دا و چې د دغو بندیانو پر ځای به نور ۲۰۰تنه خوشې کړي، خو طالبانو دغه ادلون بدلون ته غاړه نه‌اېښوده.

دا هیله‌مندي په دې بنیاد راټوکېدلې چې ویل کېږي د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر سر شته اختلافات حل شوي او هېڅ دلیل نه‌لیدل کېږي چې دا خبرې اترې دې نورې وځنډول شي.
د راپورونو پر بنیاد، حکومت او طالبانو د شاوخوا ۲۰۰بندیانو د خلاصون پر سر ستونزه درلوده؛ هغه بندیان چې د حکومت په وینا په تر ټولو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود.
د حکومت استدلال دا و چې د دغو بندیانو پر ځای به نور ۲۰۰تنه خوشې کړي، خو طالبانو دغه ادلون بدلون ته غاړه نه‌اېښوده.
اوس ځینو دولتي سرچنیو منلې چې د بندیانو تبادلې مسئله تر لویه بریده حل شوې او حکومت به د خطرناکو طالب بندیانو پر ځای نور طالبان خوشې کړي.
په دې منځ کې دا خبره هم شوې ده چې د سولې بین‌الافغاني مذاکرات به؛ هغه خبرې اترې چې ډېری افغانان یې د روانې جګړې د پای رسولو پیلامه بولي، د جولای میاشتې په نیمايي کې پیل شي.
افغان خبري اژانس د طالبانو د یوې معتبرې سرچینې په حواله ویلي چې طالبانو د خپلو متبادلو بندیانو له خلاصون سره هوکړه کړې، خو د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه بیا د ډلې له قوله څه نه‌دي ویل شوي چې ایا د جولای په نیمه کې به پیل شي او که نه؟ خو پخوا طالبانو ویلي وو، همدا چې د دوی ۵زره بندیان راخوشې شي، په یوه اوونۍ کې دننه به د دوی مرکچي پلاوی خبرو ته چمتو شي.
پرون ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې ډېر ژر به بین‌الافغاني خبرې اترې راپیل شي.
 د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې راهیسې چې امریکا او طالبانو په خپلو کې د سولې تړون وکړ، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په اړه به دا تر ټولو ښه زیری او خبر وي چې اورېدل کېږي، خو په دې شرط چې دواړه خواوې نوې پلمې رامخته نه‌کړي او د خبرو مېز ته سره کیني.
دا خبره په دې بنیاد کوو چې دواړه لوري له یوې خوا اساسي او مهم معلومات له خلکو پټ ساتي او له بلې خوا وخت ناوخت داسې متضادې سنګرنیونې کوي چې له مخې یې د جګړې د دواړو لوریو د نیتونو په اړه شکونه زېږوي.
د بېلګې په توګه همدا اوس، سره له دې چې ویل کېږي د جولای په نیمايي کې به بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي، نه‌یوازې دا چې هېڅوک پرې باور نه‌لري، بلکې هېڅوک نه‌پوهېږي چې دا خبرې به چېرته او د کومې اجنډا پر بنسټ مخته لاړې شي او د سولې د ټینګښت په بدل کې به څه ترلاسه او څه به له لاسه ورکړل شي؟
سربېره پر دې د جګړې د ټولو ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالی نه‌کمول، اوربند ته شا اړول؛ د هوايي او ځکمنیو بریدونو، چاودونو، انتحاري حملو او حتا د کابل په څو کیلومترۍ کې پر پغمان ولسوالۍ وسله‌واله حمله، په ښارونو کې پرله‌پسې ترورونه او د مقناطیسي ماینونو چاودنې، هغه پېښې دي چې د سولې د ټینګښت او یا سولې ته د رسېدو ټولې هیلې په نهیلۍ بدلوي او ولس ته دا شک پیدا کوي چې ګواکې د دوی په وینو تجارت روان دی.
که نه، نو له دې پرته څه دلیل شتون لري چې نه تاوتریخوالی کمېږي او نه هم تر بین‌الافغاني مذاکراتو دمخه څوک اوربند ته غاړه ږدي؟
لنډه دا، که چېرې دواړه خواوې واقعاً په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له‌پاره اراده او نیت لري او په خپلو شخصي امتیازطلبیو پسې نه‌ګرځي، نو بیا دې لږ تر لږه د جولای په میاشت کې یا اوربند وکړي او یا دې د تاوتریخوالي کچه صفر ته راکمه راکړي؛ هغه مسئله او موضوع چې په ولس کې به په لوړه کچه د باورمندۍ لامل شي او خلک به وانګېري چې د سولې له‌پاره روانې هڅې رښتینې دي نه‌غلوونکې او تېر ایستونکې.
 
شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود: 213114 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *